که کار غواړې؛ باید زما مېلمنه شې

سلام وطندار د ټولنیزو راپورونو په لړ کې د جنسي پېښو د قرباني شویو ښځو له هغې شمېر سره مرکې کړي، چې په دولتي او نادولتي ادارو کې ځورول شوې دي او دغه مرکې یې په ځانکړې پاڼه کې راټول کړې دي، چې د مرکه کوونکیو نومونه مستعار، خو کیسې یې په پوره ډول حقیقي دي.

شکېبا: له انځورګرۍ سره مې ډېره علاقه لرله، یو مسلکي انځورګر ته ورغلم، چې دا فن ترې زده کړمه. له څو ورځو تېرېدلو وروسته مې استاد زنګ راووهلو، چې غواړي یو مسلکي ښوونیز مرکز پرانیزي. هغه له ما یې غوښتنه وکړه، چې مرکز ته یې ورشم او په وړیا توګه زده کړه وکړم. کله مې چې له هغه نه پوښتنه وکړه، چې ولې له مانه پيسې نه اخلئ؟ په ځواب کې یې راته وویل، چې له تا سره مینه لرم او غواړم له تا سره جنسي اړیکه ولرم. یوازې زما معشوقه اوسه. له دې خبرو نه وروسته مې وېښتان نېغ – نېغ ودرېدل او د ټلیفون اړیکه مې پرې کړه. وروسته له دې مې له نارینه وو نفرت څو چنده ډېر شو. یو څه وخت ګوښۍ شوم او له ټولو دوستانو او خپلوانو سره مې اړیکې پرې کړلې.

صدف: په خپل ښار کې مې ارامه ژوند لرلو، چې له کابله مې یو ملګري زنګ راووهلو او ویې ویل، که کار غواړې، پلازمېنې ته راشه، یو پوست خالي شوی دی او موږ یوې کار کوونکې ته اړتیا لرو. کابل ته راغلم. له نوملیکنې، ازموینې او کاري مرکې نه وروسته یې راته وویل، چې پایله څو ورځې وخت ته اړتیا لري. څو ورځې وروستې مې هماغه دوست زنګ راووهلو، چې مېلمنه مې شې. دا چې دا وړاندیز یې ما ته د تمې خلاف و؛ بهانه مې وکړه او بلنه مې ور رد کړه. خو څو ورځې وروسته یې په عصبانیت سره وویل، چې بلنه مې باید ومنې. ما هم په لوړ غږ ځواب ورکړ، نه غواړم، چې د کار له پاره مې ابرو او عزت وپلورم. سبا یې زنګ راووهلو، چې مهرباني وکړئ، نور دفتر ته مه راځئ، ستاسو کارونه وځنډېدل. وروسته خبره شوم، چې په دفتر کې یې ټولو ته ویلي وو، چې صدف له کار کولو په شا شوې ده. له دې وروسته بېرته خپل ولایت ته وګرځېدم او له بې کارۍ سره مې مخه شوه.

مینا: د پوهنتون درسونه مې خلاص شوي وو؛ پرېکړه مې وکړه، چې د ښار په یو سترپلورنځي کې، چې یوې مېرمنې ته د کار اړتیا ولري؛ ورشم. څنګه چې د پلورنځي پر وره وردننه شوم؛ د پلورنځي څښتن رانه پوښتنه وکړه، چې واده یې، که مجرده؟ ما وویل، مجرده یم. هغه خپلو خبرو ته ادامه ورکړه او راته یې وویل، تا ته به ښه معاش درکړم، خو ما خوشاله وساته او ملګرتیا راسره وکړه. کله مې چې دا خبرې واورېدلې، ولړزېدم او له خپلې ښځېتوب مې نفرت راغی. له سترپلورنځي بهر راووتم او ځان ته مې په کنځلو شروع وکړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام