پر کورونا د اخته کسانو شمېر له ۳۴ زرو واوښت

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۵۴ نور کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، د تازه پېښو په ثبت سره پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۴ زره ۶۰۵ ته ورسېده.

د عامې روغتیا وزارت له‌خوا د تازه اعلان شویو شمېرو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸ کسان د کورونا ویروس له امله مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شویو شمېر ۱۰۳۸ ته ورسېده.

هرات کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال له کورونا ویروس نه د روغو شویو کسانو تر ټولو لوړه شمېره ثبت کړې ده.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند محمدرفیق شېرزوی وايي، په هرات کې د تېرې یوې شپې او ورځې پر مهال ۳۵۰ کسان له کورونا ویروس نه ښه شوي چې ورسره په دغه ولایت کې د ټولو رغېدلو شمېر ۲ زره ۲۸۴ کسانو ته ورسېده.

د هرات د عامې روغتیا ریاست د شمېرو له مخې، په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۸ کسان پر کورونا ویروس اخته شوي او ورسره په هرات کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵ زره ۲۰۸ ته ورسېده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام