کندهار له جنرال رازق وروسته

د کندهار پخواني امنیه قومندان جنرال عبدالرازق له وژل کېدو وروسته داسې اندېښنې موجودې وې چې د کندهار یو شمېر ولسوالیو تر سقوط به د دغه ولایت امنیتي وضعیت ترینګلی شي.

د کندهار پخوانی امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د دې ولایت د ملي امنیت د رییس په ګډون نږدې یوه میاشت مخکې د کندهار ولایت مقام ودانۍ کې د یو وسله‌وال بریدګر له لوري ووژل شو.

خو کندهار کې حقوقو پوه محمدعثمان کاکړ وايي، پخواني امنیه قومندان جنرال عبدالرازق خپل ژوند کي امنیتي چارې په کار پوه او مسلکي کسانو ته سپارلي چې له امله یې اوس هم د کندهار امنیت د ډاډ وړ دی.

د هغه په خبره، د پخواني امنیه قومندان منظم کار او د مسلکي ډلې جوړول هغه اندېښنې له منځه وړي چې د جنرال رازق له وژل کېدو وروسته به ټوله سویلي حوزې کې امنیت ګډوډ شي.

نوموړی د کندهار امنیت ټینګښت په برخه کې، د اوسني امنیه قومندان تورن جنرال تادین خان هلې‌ځلې هم مهمې بولي.

د کندهار یو شمیر اوسېدونکي هم وايي، له کله راهیسې چې جنرال رازق ترور شو، د کندهار امنیتي وضعیت کي کوم بدلون نه‌دی راغلی او ورځ تر بلي د امنیت ټینګښت دوی ډاډه کوي.

دوی وېره لرله چې د جنرال رازق له مړینې سره به د کندهار امنیت خراب شي؛ خو توقع خلاف هغسې ونه‌شول.

د کندهار د سولې عالي شورا دارالانشاء مسوول او د سیاسي چارو شنونکی محمدعمر ساطع بیا وايي، کندهار د خپل مهموالي له امله په چا پورې تړلی نه‌دی او د ملي پولیسو ترڅنګ، د ملي امنیت، ملي‌اردو، نړۍوال ځواکونو او ان امنیتي چارو کې د خلکو همکاري لامل شوی چې د کندهار امنیتي وضعیت نور هم ښه شي.

د کندهار امنیې قومندانۍ ویاند ضیاء درانی وايي، دغه ولایت کې د امنیت ټینګښت تر ټولو مهم لامل د جنرال رازق له‌خوا د یوې منظمې امنیتي ادارې رامنځته کول او د کندهار له اوسني امنیه قومندان جنرال تادین خان څخه ولسي ملاتړ دی.

دا داسې مهال دی چې د کندهار نوي قومندان د غلو، سګوانانو، خپل‌سرو وسله‌والو او د ټولنې د نورو بې‌لارې‌کوونکیو پر وړاندې مبارزه پیل کړې او د کندهار اوسېدونکي د هغه دغه ګام ستايي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام