تازه نظرپوښتنه: د افغانستان د رسنیو ۵۵٪ حالاتو ته ژوره کتنه نه‌کوي

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ یا "نی" اړوند د رسنیو څار بنسټ مسوولین د خپل تازه نظر پوښتنې نتیجې اعلامولو پر مهال رسنیو ته وویل، چې د دوی د نظر پوښتنې پایلې له‌مخې، د هېواد ۵۵ سلنه وګړي باوري دي، چې رسنۍ په ژوره توګه د هېواد سیاسي او امنیتي حالاتو ته پام نه‌کوي.

نی اړوند د رسنیو څار بنسټ د کورنیو رسنیو د مخاطبینو په تړاو چې "ايا هېوادوال له رسنیو ټول مالومات اخلي؟" د خپلې نوې نظر پوښتنې پایلې د چهارشنبې په ورځ خپرې کړې.

د رسنیو څار مسوول صدیق الله توحیدي د نظر پوښتنې موندنو په اړه زیاته کړه، چې ۱۳ سلنه پوښتل شویو ویلي کورنۍ رسنۍ مهمو مسلو ته پام کوي، خو ۳۱ سلنه بیا وایي چې کورنۍ رسنۍ تریوې کچې پورې پېښو ته پام کوي.

توحیدي وايي، کله چې له رسنیو مالومات خپریږي د سمون بهیر ګړندی او د ترهګریزو پېښو کچه راټيټيږي.

خبري غونډې ته د نی حقوقي سلاکار د دغه بنسټ نظر پوښتنې په تړاو د تلویزیونو ډيجيټل کېدو بهیر په اړه وویل، چې ډیر لیدونکي د تلویزیونو ډيجيټل کېدل غواړي.

د ازادو رسنیو ملاتړ بنسټ یا نی دا نظر پوښتنه په ولایتونو او مرکز کې د دولتي او خصوصي پوهنتونو له ۲۹۰۰ اړوندانو نظرونو پر بنسټ چمتو شوې چې د تلویزیون لیدونکي دي. له دې شمېرې  ۱۵ سلنه يې ښځینه وې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام