دشتي: دولتي بنسټونه رسنیو ته معلومات نه‌ورکوي

د افغانستان ژورنالیستانو د ملي ټولنې اجرایه رییس فهیم دشتي وايي، چې اوس‌مهال دولتي بنسټونه هم رسنیو ته د معلوماتو له ورکړې ډډه کوي او دا د بیان ازادۍ خلاف کړنه ده.

د نوموړي پر خبره نه یوازې دا، چې رسنیو ته معلومات نه ورکول کيږي، بلکې د معلوماتو پټول يې په یو اصل بدل شوی دی.

نوموړي د سه شنبې په ورځ کابل کې معلوماتو ته د لاس‌رسي مثلث په نوم غونډه کې زیاته کړه، چې اطلاعاتو د لاس‌رسي د قانون پربنسټ، هر دولتي اُرګان مکلف دی، چې د معلوماتو رسولو یو مرجع ولري، خو د ملي یوالي حکومت اوس هم په دې برخه کې جدي ګام نه‌دی پورته کړی.

ددې غونډې موخه له خبریالانو د ملاتړ بنسټونو، حکومت او معلومات ته دلاس‌رسي د څار کمیسیون ترمینځ دهم‌غږۍ زیاتوالی ښودل شوې ده.

دخبریالانو د فدراسیون استازی مجیب خلوتګر په یاده غونډه کې وویل، حکومت رسنیو ته د معلوماتو له ورکولو سر غړونه کوي.

د هغه پر خبره، اوس هم د ترهګریزو پېښو او فساد په اړه مهم معلومات له رسنیو سره نه شریکوي.

خو دولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‌‌پال وايي، چې معلوماتو ته د لاس‌رسي حق د قانون پربنسټ د ملي یوالي حکومت مکلف  دي، چې له رسنیو سره معلومات شریک کړي.

مینه‌پال زیاته کړه، حکومت ژمن دی، چې د رسنیو او خبریالانو ستونزې حل کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام