د دایکندي مدني فعالان؛ د الله‌نور قاتلان دې علني محاکمه شي

د دایکندي مدني فعالان نن په دغه ولایت کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په دایکندي کې انسان تښتول یوه نوې پدیده ده او په شهرستان ولسوالي کې د ګاونډیانو له لوري د دولس کلن الله‌نور تښتول او وژل، د دایکندي په اوسېدونکیو کې وېره او وحشت رامنځ‌ته کړی دی.

د دوی په وینا، که څه هم امنیتي ځواکونو د پېښې په تړاو یو نارینه او یوه ښځه نیولي، خو د دې پېښې په تړاو نور پټ اړخونه هم شته چې باید وڅېړل شي.

مدني فعال محمدانور شهاب سلام‌وطندار ته وویل، د الله‌نور د تښتولو او قتل عاملان باید په علني توګه محاکمه شي چې د نورو لپاره هم پند وګرځي.

الله‌نور تېره اوونۍ د دایکندي د شهرستان ولسوالي په فیض‌اباد سیمه کې وتښتول شو او بیا په ډېرې بې‌رحمۍ سره د تښتوونکیو له لوري ووژل شو.

امنیتي ځواکونو د نوموړي جسد پرون پیدا او کورنۍ ته یې وسپاره.

اړوند مطالب:

دایکندي؛ ۱۲ کلن الله‌نور له اختطاف وروسته ووژل شو

دایکندي؛ معتاد پلار خپله ۱۱کلنه لور وپلورله

دایکندي؛ د قومي برترۍ له امله دوو میینانو زهر وخوړل

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام