له کورونا سره مبارزه؛ د هغې ښځې او خاوند کیسه چې کورونا ته نه دي تسلیم شوي

سیدامید نجیبي او مېرمن یې چې څه موده مخکې له ایرانه راغلي دي. دوی له راتګ وروسته په ځان کې ځینې نښې لیدلي، روغتون ته تللي او له معاینې وروسته په ډاګه شوې چې دواړه پر کورونا ویروس اخته دي.

هغه له څه مودې راهیسې له خپلې مېرمنې سره په کور کې تر درملنې او مراقبت لاندې دی او دواړه ترې خوښ دي.

نوموړی وايي چې پر کورونا د اخته کېدو په لومړیو ورځو کې ورته وچ ټوخی، سردرد، ځان درد او تبه پیدا شوې وه، خو د ډاکټر په لارښوونه یې د سردرد د کنټرول لپاره پرستامول او پناډول ګولۍ کارولې.

داسې ښکاري چې دغې ښځې او خاوند د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې بریالي شوي او دا ویروس یې په ګونډو کړی دی. د بریا هیلې، د روغتیايي سپارښتنو عملي کول، د کورونا ویروس په اړه نه اندېښنه او سپورټ، هغه څه دي چې دوی یې بریالي کړي دي.

د امید په وینا، دواړه هره ورځ دوه ساعته سپورټ کوي، موسیقي اوري، ځان یې سم قرنطین کړی او نورو ته د دغه ویروس د لېږد مخنیوي لپاره نه کوره دباندې وځي او نه هم نور څوک ځانته نږدې پرېږدي.

هغه وايي، یوازینی درد یې له کورنۍ نه لرېوالی دی او په وینا یې، د ځان ژغورلو او د نورو د اخته کېدو مخنیوي لپاره یې دا درد زغملی دی.

دوی ۳ ځامن او یوه څلورکلنه لور لري. درې ځامن یې له ۱۰ تر ۱۵ کلونو عمر لري. دغې ښځې او خاوند له درې اوونیو راهیسې خپل بچیان نه دي لیدلي او پر ټیلیفون ورسره خبرې کوي.

له څلورکلنې لور نه لرېوالی تر نورو ډېر د امید زړه خوري او کله چې پر ټیلیفون ورسره خبرې کوي، ورته په ژړا شي.

امید او مېرمن یې د خپلو بچیانو لیدو ته شېبې شمېري. که څه هم د ساعت عقربه په دې ورځو کې ډېره ورو تاوېږي، خو دوی خوښ ښکاري؛ ځکه تر اوسه د کورونا پر وړاندې مبارزه کې بریالي بریالي دي.

سید امید او مېرمن یې خلکو، په تېره هغو کسانو ته چې پر کورونا اخته دي، هم ځینې سپارښتنې لري. دوی وايي، کورونا ویروس د نورو ناروغیو په څېر یوه عادي ناروغي ده او د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو او د لازمو ویټامینونو په اخیستو سره کېدای شي پر وړاندې یې مبارزه وشي او ماتې ورکړي.

تر اوسه په هېواد کې ۱۴۵ کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۴ هغو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هرات پر دغه ویروس تر ټولو ډېر اخته کسان لري. په وروستیو کې پر دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ډېر شوی او د عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتي چې د مخینوي لپاره یې په کورونو کې پاتې شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام