د پخواني اجرایيه رياست کارکوونکي: ۵ مياشتې کېږي معاش مو نه دی اخيستی

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د پخواني اجراييه رياست يو شمېر کارکوونکي وايي، د يو شمېر لاملونو له کبله يې د ولسمشرۍ د تحليف له مراسمو وروسته معاش نه دی ترلاسه کړی.

د سپېدار ماڼۍ يو سياسي کارکوونکی چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي سلام‌وطندار ته وويل، له هغه وروسته چې د ولسمشرۍ د تحلف مراسم ترسره شول، د سپېدار د سياسي کارکوونکيو معاشونه نه دي ورکړل شوي.

هغه وايي، له هغه وروسته چې اجراييه رياست له منځه لاړ د دوی معاشونه هم بند شول او اوسمهال د اجراييه رياست یو شمېر کارکوونکي له امتياز پرته مصالحې عالي شورا کې کار کوي.

يوې بلې سرچينې هم د نوم د خپراوي په شرط سلام‌وطندار ته وويل، د پخوانۍ اجراييه رياست اداري کارکوونکي هم د مصالحې عالي شورا نويو ګمارنو ته په تمه دي چې يو شمېر يې ياده شورا کې ګمارل شوي هم دي او امتياز ترلاسه کوي.

 د مصالحې عالي شورا د دفتر رييس قهار عابد وايي چې د پخواني اجراييه رياست د کارکوونکيو د معاش ستونزه به ژر حل شي او دولت يې د معاش ورکړې لپاره ژمن دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام