
د ماشومانو حقونو د ملاتړ قانون په ولسي جرګه کې د ماشومانو د عمر ټاکلو پر سر تر کلونو جنجال وروسته د ولسمشر د یوه تقنیني فرمان له مخې، تصویب او د عدلیې وزارت په رسمي جریده کې خپور شو.
د ولسي جرګې یو شمېر غړیو ټینګار کاوه چې د ماشومانو عمر باید تر ۱۸ کلنۍ پورې وي، خو یو شمېر نورو بیا پر ۱۶ کلنۍ ټینګار کاوه.
اوس په هغه قانون کې چې د ولسمشر له لوري توشېح شوی، لیکل شوي: ماشوم هغه څوک دی چې د ۱۸ کلنۍ عمر یې نه وي پوره کړی.
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش نن په همدې اړه په یوه خبري غونډه کې وویل، د ماشومانو حقونو د ملاتړ قانون د سیمې په کچه یو جامع قانون دی چې د ماشومانو اړوند ټول حقوقي اړخونه پهکې په پام کې نیول شوي دي.
دانش زیاتوي، د سالمې ودې او زدهکړې لپاره د اسانتیاوو برابرول، روغتیا او د ماشوم جسمي او رواني روغتیا، د ماشومانو په وړاندې د مور او پلار او دولت د مسوولیتونو په ګوته کول، د ماشوم لپاره د ژوند برابرول، له ګواښونو نه د ماشوم ژغورل او د ماشومانو په وړاندې د شویو تخطیو څېړلو لپاره د اسانتیاوو برابرول د دغه قانون مهمې موخې دي چې په ۱۰۸ مادو کې په پوره تفصیل سره پرې بحث شوی دی.
اړوند مطالب:
۳.۷ میلیونه ماشومان د جنګونو له امله مکتبونو ته نهشي تللی
ننګرهار؛ ۱۵ زره ماشومان له سختو کارونو راګرځول شوي

د ماشومانو حقونو د ملاتړ قانون په ۱۶ څپرکو او ۱۰۸ مادو کې تصویب شوی دی.
په دغه قانون کې د ماشوم د اساسي حقونو، د معلولو ماشومانو لپاره د زدهکړو او کاري اسانتیاوو برابرولو، ټولنیز خوندیتوب، ښوونې او روزنې، کلتوري ودې، د کارګرو ماشومانو ملاتړ، د اقتصادي ګټو په وړاندې د ماشوم ملاتړ، د ماشوم تخطۍ، د ماشوم پېر، پلور او قاچاق او د فحشا او جنسي ګټې اخېستلو پروړاندې د ماشوم د ملاتړ په اړه بحث شوی دی.





