غني: خلک باید ډاډمن شي چې هېڅوک یې پر خصوصي حریم د تيري حق نه لري

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د "بشري حقونو د مدافعو" تر نامه لاندې ملي ناسته کې وویل، چې خلک باید ډاډ ترلاسه کړي، چې "هېڅوک یې پر خصوصي حریم د تيري حق نه لري".

ولسمشر غني زیاته کړه، چې عدالت به عملي او په بشري حقونو تعرض بې‌ځوابه نه پاتې کېږي.

دغه ناسته نن (دوشنبه ډسمبر۱۹مه) په کابل کې د بشري حقونو د فعالانو او د مدني بنسټونو د غړو په ګډون جوړه شوې وه.

همدارنګه ولسمشر زیاته کړه، چې په هېواد کې د تېر په پرتله د بشري حقونو نقض را کم شوی او زیاته یې کړه، چې د بشري حقونو بنسټ، مدني بنسټونو او د رسنیو د فعالیتونو له امله په افغانستان کې د بشري حقونو نقض پېښې محدودې شوي دي.

ولسمشر وویل، د حکومت په رهبرۍ په تېر یوه کال کې د قانون جوړونې په برخه کې په بشري حقونو کې زیات تمرکز کړی او ټولې پالیسۍ، قانونونه او مقررې یې د بشري حقونو د ارزښت په بنسټ تدوین شوي دي.

غني وايي، چې ترهګریزو ډلو په پرلپسې ډول د شریعت او د بشري حقونو ارزښت خلاف ولسي او بېګناه خلک په نښه کړي او په تېرو ۱۵ کلونو کې په جوماتونو کې ترهګریز بریدونه کړي دي.

افغان ولسمشر وویل، "ځینې ترهګریز کړنې جنایت دي او څرګند جنګي جنایت دی".

په غونډه کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې سیما سمر وویل، چې د تېرکال په پرتله د بشري حقونو په وضعیت کې ښه والی راغلی دی، خو زیاته یې کړه، "ناامني جدي ستونزه ده، چې د خلکو ژوند ګواښي او خلک په ډار کې ژوند کوي".

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له حکومته وغوښتل، چې د بشري حقونو د مدافعانو ملاتړ دې وکړي.

نوموړې وویل، چې په افغانستان کې جکړه روانه ده او په دې هېواد کې د قربانۍ ورکولو پرته د بشري حقونو ټینګښت امکان نه لري.

سیما سمر له حکومته وغوښتل، چې په ولایتونو کې دې د بشري حقونو په مقابل کې د زورواکي ومخنیوی وکړي.

د دې پر خبره، "اوس هم غیر مسوول وسله وال کسان د بشري حقونو سرغړونکي او په هېواد کې د اداري فساد عملین دي."

د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې استازي فرانس مایکل میلیبن په غونډه کې د بشري حقونو د مدافعانو په خوندیتوب یې ټینکار وکړ او ویې ویل، چې اروپايي ټولنه د بشري حقونو د مدافعانو له پروګرامه ملاتړ کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د استازي مرستیال "پرنلي کاردل" وايي، چې په تېر یو کال کې د بشري حقونو د مدافعو له پاره ګواښونه موجود وو، خو د بشري حقونو بنسټونو وکولی شول، چې ۲۴۰ د بشري حقونو پېښې راټولې کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام