
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي چې د روان میلادي کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې یې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۲ پېښې ثبت کړې دي. دې کمېټې د ۲۰۱۹ کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې ۴۵ پېښې ثبت کړې وې.
په دغه راپور کې چې نن خپور شوی، لیکل شوي چې په یادو پېښو کې ۲ یې د وژنې، ۱۱ یې د ټپیانېدو، ۶ یې د وهلوډبولو، ۹ یې د سپکاوي، ۷ یې د ګواښ، ۴ یې د تښتونې، ۲ یې د غلا او یوه یې هم د ناقانوني چلن (د میاشتنيو حقونو نه ورکړې) پېښې شاملېږي.
یادې کمېټه طالبان او داعشیان د خبریالانو پر وړاندې د ۱۸ پېښو په لرلو سره، د خبریالانو پر وړاندې د تر ټولو ډېر تاوتریخوالي د کولو مسوول بللي دي.
په دغه راپور کې لیکل شوي چې د تاوتریخوالي کچې ته په کتو، هغه تاوتریخوالی چې طالبانو او داعشیانو د خبریالانو پر وړاندې کړی، د حکومتي مسوولانو د چلن څو برابره دی. په دغه راپور کې د حکومت کارکوونکي د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۳ پېښو، زورواکي د ۳، غله د ۲، ناپېژنده کسان د ۵ او د رسنیو مسوولان د یوې پېښې مسوول بلل شوي دي.
د دغه راپور له مخې، د پلازمېنې زون د ۲۲ پېښو په ثبت سره د خبریالانو لپاره تر ټولو ناسمه برخه بلل شوې ده. شمال زون چې هېڅ پېښه پهکې نه ده ثبت شوې، تر ټولو په ښه ځای کې دی.
راپور زیاته کړې چې د وړاندې شویو شمېرو په ډله کې د تاوتریخوالي ۷ پېښې د ښځینه خبریالانو او کارکوونکو پر وړاندې شوې دي.
په راپور کې لیکل شوي: «د سولې خبرې اترې او د رسنیو او بیان ازادۍ محدودېدل هغه نورې اندېښنې وې چې د رسنیو ټولنه ورسره د ۲۰۲۰ کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې ورسره لاس او ګرېوان وه.»
یادې کمېټې زیاته کړې چې د سولې په خبرو اترو کې باید د بیان او رسنیو ازادۍ ارزښتونه د معاملې وړ نه دي او باید ترې دفاع وشي.
معلوماتو ته نه لاسرسی هغه بله اندېښنه ده چې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له لوري په ګوته شوې او پر حکومت غږ شوی چې په دې برخه کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې کړي.
له دغه راپور سره هممهاله د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په یوه ټویټ کې ولیکل چې حکومت د سولې په پروسه کې د «بیان او رسنیو ازادۍ» له ارزښتونو په کلکه دفاع کوي او په وینا یې، طالبان بله لار نه لري او پهکار ده چې دغه واقعیت هضم کړي.





