روغتیا وزارت: افغانستان کې لس میلیونه کسان پر کورونا اخته شوي

د عامې روغتیا وزارت سروې ښيي چې د هېواد ۳۱.۵ سلنه وګړي پر کورونا ویروس اخته شوي دي.

د دې سروې له مخې، د کابل د ټولو اوسېدونکو ۵۳ سلنه پر کورونا اخته شوي، په ختیځو ولایتونو کې دا کچه ۴۲.۹ سلنه، مرکزي ولایتونو کې ۳۶.۳، لوېدیځو ولایتونو کې ۳۴.۱ او شمال‌ختیځو ولایتونو کې ۳۲.۴ سلنې ته رسېږي.

سروې ښيي چې په کابل کې ۴۶.۴ سلنه ماشومان پر کورونا اخته دي، خو یو یې هم په روغتون کې نه دی بستر شوی.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمدجواد عثماني وايي، په افغانستان کې پر کورونا ویروس لس میلیونه اخته کسانو نه ۳۷ سلنه یې په ښارونو، ۲۷ یې ولسوالیو او ۳۲ سلنه یې هم په کورونو کې پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د هغه په وینا، د سروې پر بنسټ، په کابل کې ۵۷ سلنه اخته شوي کسان ځوانان، د پاخه عمر لرونکي او ډېر عمرلرونکي کسان دي.

سروې ښيي چې پر کورونا ویروس د اخته کسانو تر ټولو کمه کچه په دایکندي او غور کې ده چې د دغو ولایتونو ۲۱ سلنه اوسېدونکي پر دې ناروغۍ اخته شوي چې ۱۴.۶ سلنه یې ماشومان او ځوانان او ۲۵ سلنه یې هم د پاخه عمرلرونکي کسان دي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس ۴۷ تازه پېښې ثبت شوي چې په ټول هېواد کې پر دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۶ زره او ۸۲۹ ته پورته شوی دی.

همداراز په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۸۶ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي او ۶ نور یې بیا مړه دي چې په دې سره د ټولو رغېدلیو کسانو شمېر ۲۵ زره او ۷۴۲ او د مړو شویو هغو هم ۱۲۹۴ ته رسېږي.

په دې سره د عامې روغتیا وزارت مسوولان ټینګار کوي، چا چې کورونا ناروغي تېره کړي وي، د دویم ځل لپاره یې هم د اخته کېدو امکان شته.

هغوی له خلکو غواړي چې پر کورونا ویروس د اخته کېدو مخنیوي لپاره روغتیايي سپارښتنو، په تېره د ماسک اچولو، د ټولنیز واټن مراعتولو او د لاسونو مینځلو ته پام وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام