
د فاریاب ولایت مقام ویاند احمدجاوېد بیدار سلاموطندار ته وویل چې پهدې سېلاوونو کې ۱۱ تنه نادرکه شوې هم دي.
د خواجهسبزپوش ولسوالۍ اجرایوي مدیر غلامسخي بیک سلاموطندار سره په خبرو کې وویل چې د تېرې شپې سېلاوونو د دې ولسوالۍ له ۱۵سوو ډېر کورونه او ۴۰۰ هټي هم خراب کړيدي.
په ورته وخت کې سېلاوونو په بادغیس کې هم ۳تنه وژلي دي.
د بادغیس د ولایت مقام ویاند جمشید شهابي وايي چې د تېرې شپې سېلاوونو او بارانونو په قادس، مقر، ابکمر، جوند او بالامرغاب ولسوالۍ کې سخت زیانونه اړولي دي.
ده دا هم وویل چې د دې ۳ تنو د وژل کېدو تر څنګ ډېر زیان په جوند او قادس ولسوالۍ کې اوښتی دی.
د ښاغلي شهابي په وینا، وژل شوي درې نوي ځوانان چې هر یو یې ۱۲، ۱۳ او ۱۶کلن وو، وژل شويدي.
دی د سلګونو استوګنیځو کورونو او کرنیزې ځمکې د خرابوالي خبر هم ورکوي.
د ده په وینا، ډېر ژر به د زیانمنو شویو کورنیو سروې ترسره کړي او هغوی ته به د مرستې د رسولو هڅې پیل کړي.





