
د غور ولایت د اوسېدونکو اعتراض نن سهار په تاوتریخوالي واوښت. د پېښې عیني شاهدانو سلاموطندار ته ویلي، د دغه ولایت سلګونو اوسېدونکو د یوې عربي موسسې له لوري د مرستو د ناعادلانه وېش لپاره د ولایت مقام په دروازه کې راټول شوي وو چې وروسته یې اعتراض په تاوتریخوالي واوښت.
په غور کې د سلاموطندار خبریال وايي، پولیسو له هغه وروسته پر معترضانو ډزې وکړې چې ورسره لاس او ګرېوان شول.
ویل کېږي په یاده پېښه کې څلور کسان وژل شوي او دولس نور ټپیان دي.
خو د غور د ولایتي روغتون رییس نصیر پارسا وايي، تر اوسه د اعتراض له ځایه یو جسد او اته ټپیان دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.
په یادو ډزو کې د محلي رسنیو یو کارکوونکی هم وژل شوی دی.
د غور محلي مسوولانو تر اوسه په پېښه کې د اوښتې مرګژوبلې کره شمېرو په اړه څه نه دي ویلي.





