سرپل؛ اوسېدونکیو ۱۵۵ ښوونځیو ته ځمکه ورکړه

عکس له ارشیفه اخېستل شوی

د سرپل د پوهنې رییس عبدالغفور سرپلي وايي چې د دې ولایت اوسېدونکیو ۵۵۰ زره مترمربع ځمکه ـ چې شاوخوا ۳۵ میلیونه افغانۍ ارزښت لري ـ د ۱۱۵ بابه ښوونځیو له‌پاره ورکړې‌ده.

د سرپل د پوهنې د رییس په وینا، د دې ولایت څه باندې ۱۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه‌لري چې د ودانیو د جوړېدو چارې یې په نږدې راتلونکي کې د ولسي تړون برنامې په مرسته پیلېږي.

ښاغلي سرپلي زیاتوي، د معیاري ودانیو په جوړېدلو سره زده‌کوونکي تر خېمو او په خلاصه فضا کې د زده کړیزو ستونزو څخه وژغورل شي.

ورته مطالب:

یو نالوستي د نجونو ښوونځي ته وړیا ځمکه ورکړه

طالبانو په سرپل کې د نجونو ۱۳ ښوونځي تړلي

د غور ۷۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه‌لري

په ورته وخت کې د سرپل والي عبدالقادر آشنا د سرپل د اوسېدونکیو له‌دې بشردوستانه ګامه مننه کوي او زیاتوي، هغه ښوونځي ـ چې ودانۍ نه‌لري ـ هغو ته د ودانیو په جوړېدلو سره د زده‌کوونکیو اوسنۍ ستونزې هوارېږي.

د سرپل د ولایتي شورا یو شمېر غړي هم د دې اوسېدونکیو له‌دې کړنې په ستاینې سره وايي چې ټول وګړي باید د دغه ډول فرهنګ په ترویج سره د پوهنې په پراختیا کې برخه واخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام