
د دولتي ښوونځیو یو شمېر ښوونکي او د امنیتي ځواکونو سرتېري شکایت کوي چې له تېرو درېوو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ورکړل شوي او دغه کار یې ژوند له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی.
دغه ښوونکي او سرتېري له حکومت او اړوندو چارواکو غواړي چې معاشونه یې پر خپل وخت ورکړي.
د ولسي جرګې غړې نېکبخت فهیمي هم وايي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د ګڼشمېر ښوونکو، سرتېرو او دولتي کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړل شوي او هغوی یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
بلهخوا یو شمېر سرتېرو او ښوونکو له سلاموطندار سره په خبرو کې ویلي، درې میاشتې کېږي چې خپل معاشونه یې نه دي ترلاسه کړي او نور نه شي کولای د خپل ژوند چارې پر مخ یوسي.
دغه سرتېري او ښوونکي له حکومته غواړي چې ژر تر ژره یې معاشونه ورکړي؛ ځکه په وینا یې، همدوی د کور نفقه برابروي او د معاشونو په ځنډېدو سره یې د ژوند ټولې چارې په ټپه درېږي.
خو د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وايي، د رسمي ښوونکو معاشونه د تل په څېر ورکړل شوي او په دې برخه کې هېڅ ډول ستونزه نشته، خو په سردسېرو ولایتونو کې یې د هغو ښوونکو د معاشونو په اړه ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندیز کړی چې حقالزحمه اخلي او د ګرمسېرو هغو سره قرارداد نه لري.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان سلاموطندار ته ویلي، په دې وروستیو کې د سرتېرو د معاشونو په اړه ځینې محدودیتونه وو او له یوې فرقې نه بلې ته د ځینو سرتېرو د اړولو له امله یې معاشونه نه دي ورکړل شوي، خو دغه ستونزه به ډېر ژر هواره شي او تر راتلونکو دوو اوونیو به یې معاشونه اجرا شي.
ښوونکي او سرتېري وايي، ژوند یې په همدې معاش روان دی او که حکومت یې معاشونه ژر تر ژره ور نه کړي، نه شي کولای د ژوند چارې سمبالې کړي.





