
لمریزې برېښنا د بغلان ولایت، نهرین ولسوالۍ ښار ته چې د نوي ښار په نوم هم یادېږي، نوې بڼه او ځانګړی رنګ ورکړی دی.
د نهرین ولسوالي ښاروالۍ پهدې وروستیو کې د دې ښار په بېلابېلو برخو کې د لمریزې برېښنا ۱۸ څراغونه لګولي چې ښار ته یې نوې ښکلا او جذابیت ورکړی دی.
د نهرین ولسوالۍ قومي مشرانو جانمحمد او عبدالشکور چې ښار ته د سودا پېرلو لهپاره راغلي، سلاموطندار ته ویلي چې یادو څراغونو، ښار ته د ځانګړې ښکلا ورکولو ترڅنګ، خلکو ته هم ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
په همدې حال کې د نهرین ښاروال وايي، د نهرین په نوي ښار کې پر لګېدلیو څراغونو ۴۰۰ زره لګښت راغلی چې د ښاروالۍ ریاست لهخوا ورکړل شوي دي.





