
افغان حکومت په "نړۍ کې د بشرحقونو وضیعت" په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د خپور شوي کلني راپور هرکلی کړی دی.
ارګ په دې اړه خپرې شوې خبرپاڼې کې ویلي دي، چې د "بشرحقونو ټولو تعهداتو او نورو ملي او نړیوالو مدارکو په اړه ژمن دی."
خبرپاڼه زیاتوي، چې افغان حکومت د ولسواکۍ ارزښت ته درناوی لري او دې ارزښتونو ته په کتو سره په افغانستان کې هیڅ ډول سیاسي زندان نشته او دولت له ټولو هغو په مقابل کې چې د ازادۍ خنډ ګرځي جدي چلند به وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په تېر یو کال کې افغان امنیتي ځواکونو هیڅ ډول خپل سرې وژنې او غیر قضايي کړنې نه دي کړي.
د ارګ نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې کاږل شوي دي، چې افغان دولت د شکنجې او ځورونې د مخنیوي له پاره په یوې طرحې کار کوي او دغه چاره د دې ښکارندويي کوي، چې دولت د هر ډول ځورونې د مخنیوي او د بشرحقونو په اړه ژمن دی.

خبرپاڼه زیاتوي، دولت په عدلیې او قضايي نظام کې د سمونونو راوستلو په اړه جدي او عملي کار کړی دی او په دې وروستیو کې یې شاوخوا ۱۰۰ قاضیان په ټول هېواد کې له دندو لرې کړي دي او په ۵۰۰ کدري برخو کې یې سمون راوستلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په نړۍ کې د بشرحقونو وضعیت په خپور شوي راپور کې د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه په خپل سرو وژنو، شکنجه کولو، ناوړه چلند او په نورو برخو کې د بشرحقونو ته په نه درناوي او ماتولو تورن شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپور شوي راپور کې په افغانستان کې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالي، تبعیض، د قانون نه ټینګښت او د بشرحقونه تر پښو لاندې کول ته اشاره شوې ده.
په خپور شوي راپور کې وسله وال طالبان د ولسي خلکو په وژنو او د بشرحقونو ته په درناوي او د دې حقونو په ماتولو تورن شوي دي.





