«د خپلو پلانونو د عملي کولو لپاره بودیجه نه لرو»

له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر نجیب‌اقا فهیم نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې حکومت له دغه وزارت سره د خپلو پلانونو پلي کولو په برخه کې هېڅ ډول همکاري نه ده کړې.

نوموړي خبرداری ورکړ، که بهرنۍ موسسې په افغانستان کې خپل فعالیتونه پای ته ورسوي، له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت به له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

د دغه وزارت د وزیر په خبره، د ۱۳۹۹ مالي کال له پیل راهیسې دغه وزارت ته پیسې نه دي ورکړل شوي او همدا لامل دی چې په راتلونکي کال کې د احتمالي پېښو لپاره چمتووالی نه لري.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر وايي، له یو شمېر سختو قوانینو او کړنلارو سره لاس په ګرېوان دي او د دغه وزارت د عمل خپلواکي یې ترې اخیستې ده.

فهیم وايي، په ټول هېواد کې له یو میلیون نه ډېرې کورنۍ یې د خپلو بشري مرستو تر پوښښ لاندې نیولې او د خوراکي او ناخوراکي توکیو، لنډمهالې سرپناه، نغدو پیسو او روغتیا پالنې په څېر خدمتونه یې وړاندې کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام