.jpg)
د دې ولایت د تڼیو ولسوالۍ اربکیان له معاش او نورو امتیازونو پرته خپلې سیمې، ځنګلونه او کانونه ساتي.
خوست ولایت محلي پولیس نه لري، خو اربکی بیا څه ډول ځواک دی؟
د تاریخپوهانو په وینا په سویل ختځیو ولایتونو کې اربکی ډېره پخوانۍ مخینه او ځانګړی حقوقي مفهوم لري. ملېشې سره یې توپیر دا دی چې ملېشه، سرکاري، معاش او نور امتیازونه لري، تر ډېره د سیاسي او ځاني ګټو په موخه ترې کار اخیستل کېږي؛ اربکیان بیا د قومي تړون لهمخې د یوې ځانګړې ستونزې رامنځته کېدو پر وخت د هغې لېرې کولو په هدف د لنډې مودې لهپاره د قومونو په تړه د ولس له منځه ګومارل کېږي.
سره له دې چې د خوست ټنیو لسوالۍ د هر کور یو یا دوه غړي په دولت کې دندې لري او دا ولسوالیو نورو ته په پرتلې ډاډمن امنیت لري خو بیا هم هره ورځ سلګونه اربکیان د دې ولسوالۍ ساتنې لهپاره سمې او غره ته وځي او له کوم امتیاز پرته د امنیت ساتنې دنده لري.
د تڼیو قومي مشران وايي، وروسته له هغه یې اربکیان را وایستل چې د تڼیو په غرونو کې قاچاق وړونکو نه یوازې ځنګلونه غوڅول بلکې قیمتي ډبرې یې هم پاکستان ته قاچاق کولې.
.jpg)
د تڼیو ولسوالۍ ځېنو اربکیانو له سلاموطندار سره په خبرو کې وویل، له امتیاز پرته دې خدمت ته راوتلي او د خپلې سیمې ساتنه کوي.
دوی وايي، په میاشت کې هرې کورنۍ ته یوځل د اربکي وار ورسېږي او که کوم څوک یې له خپل نوبت ځنې سرغړاوی کوي جریمه کېږي.
هغوی وايي، قوم د ولسوالۍ، ځنګلونو او کانونو د لا امنیت خوندیتوب لهپاره پرېکړه کړې چې اربکی جوړ کړي او ولسوالۍ وساتي.
په خوست کې د یوې خصوصي رسنۍ مشر او تاریخ لیکوال سخي سرور میاخېل وايي، اربکیان تر ملېشې پاک دي او له بده مرغه په دې وروستیو کې د اربکیانو نوم ناسم کارول شوي او د دې ولسي ځواک نوم یې بد کړی دی.
د ډېورنډ کرښې ته څېرمه د خوست تڼیو ولسوالۍ اربکیان وايي له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په ګډه له کرښې د شکمنو کسانو راوښتو مخه نیسي او په وینا یې په سیمه کې هېڅ ناپېژندي کس ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
د تڼیو ولسوالۍ اربکیان له شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې په سیمه کې ګومارل شوي او تر ډېره د هغو کورنیو غړي دي چې د تڼیو په غره کې ونډه لري.





