.jpg)
د بادغیس ولایت د برښنا امر محمد طاهر عظیمي له سلاموطندار سره په مرکه کې ویلي چې دغه ولایت ته د ترکمنستان د وارداتي برښنا مزو په نښه کولو یادې ادارې ته ډېر زیانونه اړولي دي.
د عظیمي په وینا، د دغه ولایت مرکز قلعهنو ښار ته د ترکمنستان د وارداتي برښنا مزی د تېر کال په زمري میاشت کې ونښلول شو او له هغه وخت راهیسې تراوسه ۶ ځله د طالبانو له لوري پرې شوی چې په وینا یې، دوی د پرې شویو لینونو د بېرته تړلو لپاره لازم امکانات نهلري.
نوموړی زیاتوي، دا مهال د وارداتي برښنا د مزو ۳۰ سلنه برخې د مرمۍ یا راکېټ لګېدو له امله زیانمنې شوې دي.
هغه وايي، د دولت وسلهوال مخالفان غواړي چې برښنا هغو ۲۱ کلیو ته ووېشل شي چې د برښنا لېږد مزي ترې تېر شوي دي.
د ده په وینا، اوس یې یادې سیمې سروې کړي او ټاکل شوې برښنا ورته ووېشل شي.
خو د بادغیس د برښنا اداري مسوولان اندېښنه ښيي چې ناامنه ولسوالیو او کلیو ته د برښنا په وېشلو سره به پېرودونکي د خپلې مصرف کړې برښنا پیسې ور نهکړي.
.jpg)
د بادغیس د ولایتي شورا او مدني فعالان بیا له طالبانو غواړي چې له ټولګټو پروژو نه د فشار وسیلې په توګه کار وا نهخلي.
د بادغیس د ولایتي شورا غړی عبدالله افضلي او مدني فعال عبدالرازق عصمت وايي، عام خلک د یوې اړتیا له مخې برښنا کاروي او وسلهوالې ډلې باید ترې سیاسي ګټه وا نهخلي. دوی له مخالفانو غواړي چې هغه وسیلې د فشار په توګه و نه کاروي چې عامو خلکو او هېواد ته یې زیان اوړي.
د بادغیس ولایت د برښنا ادارې مسوولان وايي، اوس له ترکمنستان هېواد نه ۱۴ مېګاواټه برښنا د دغه ولایت مرکز قلعهنو ښار ته لېږدول کېږي چې ۶ زره کورنۍ ترې برخمنې شوې دي.





