
د کابل ښار شهدای صالحین د "حشمت خان کول" سیمې اوسیدونکي په دې سیمه کې په ځانمرګو بریدونو کې د وژل شویو کسانو د غوښو ټوټو له ښخولو شکایت کوي.
دغه کسان چې هدیرې ته نږدې ژوند کوي وايي، د ځان مرګو برید کوونکو د بدن پاتې غړي د دوی په سیمه کې په سمه توګه نه دفن کیږي، چې وروسته یی سپي راباسي او په سیمه کې د بد بوی لامل کیږي.
خو د کابل ښاروالۍ بیا دا څرګندونې نه مني او وايي، چې ټول مړي او د انسانانو د بدن ټوټې په اسلامي اوشرعي توګه خاورو ته سپارل کیږي.
د کابل ښار د شهدای صالحین په سیمه کې د حشمت خان کول اوسیدونکو سلام وطندارته وویل، دولت د ټولو ځانمرګو مړي په دې سیمه کې خښوي، خو پر وینا یې قبر ورته ژور نه کېندي او په مړو باندې کمه خاوره اچوي، چې وروسته بیا کوڅه ډبې سپي دغه مړي راباسي او د خوړو وروسته لیوني کیږي او په سیمه کې د بدبوی ترڅنګ، دغه سپي هم خلکو ته ګواښ پیښوي.
د اقاخیل او عبدالروف په نومونو د حشمت خان کول اوسیدونکي وايي، چې دغو لیونيو سپيو ډیرو خلکو ته ستونزې پيداکړې دي.
اقاخیل وايي: " د غره شاته ښاروالۍ مړي راوړي خو په سمه توګه یې نه ښخوي سپي هغه مړي خوري چې دغه سپي کورنو ته راځي زموږ ماشومان بیرون ته نه شي وتلای حتې زموږ کورته نږدې جومات دی چې زه د ماښام لمانځه له پاره نه شم تلای."

همدارنګه عبدالروف هم وايي: "ملي امنیت چې مړي راوړي په دوه لویشت ځمکه یې ښخوي د شپي له خوا سپي هغه را باسي او خوري یې له ماښام وروسته نه ښځه او نه هم ماشوم د باندې وتلای شي تراوسه یې ۶۰ کسان داړلي، مونږ امنیتي پوستو او حوزې ته خبرورکړی دی، خو تراوسه یی هيڅ اقدم نه دی کړی. "
په همدې حال کې د مشرانو جرګې د رفاه عامه کمېسیون رېیس نثار احمد حارث سلام وطندارته وویل، ددغه کمېسیون څیړنې هم په ډاګه کوي، چې د خلکو شکایت پرځای دی او په حشمت خان کول کې دغه ستونزه موجوده ده.
" د سیمې اوسیدونکو له دې شکایت لرلو چې کله په کابل ښار کې ځان وژونکی برید کیږي د بدن ټوټو، غوښې یا هغه کسان چې نه پيژندل کیږي دې سیمه کې خښيږي، یوازې ځای ورته کنده کیږي او په هغه کې اچول کیږي."

حارث له دولت غواړي، چې په دې برخه کې جدي پام وکړي او د ځان مرګو د بدن ټوټې او یا هم په بریدونوکې نه پيژندل شوو کسانو مړي په داسې ځای کې خښ کړي، چې د خلکو روغتیايي حالت له ستونزو سره مخ نه کړي.
خو د کابل ښاروالۍ د فرهنګي برخې رېیسه راحیله کوهستانۍ سلام وطندار ته وویل، چې د ټولو ځانمرګو بریدونو مړي او یاهم دهغوی د بند غړي، په اسلامي او شرعي طریقې سره خاورته سپارل کیږي.

" جعفر قبر کیندونکی له ټولو اسلامي قوانینوسره قبرونه کیندي دغه مړي خښوي او د عدلي طب کار کوونکی هم دی یوازې ښاروالۍ نه ده چې دغه مړي دفن کوي دغه تورونه دي، ځکه چې موږ ځمکې له غصب خلاصې کړې اوس دغه خبرې راپسې کوي."

په همدې حال کې میرمن کوهستاني د کوڅه ډبو سپيو ورکول د عامې روغتیا وزارت له دنده بولي او وایي، چې دغه وزارت دې کابل ښاروالۍ ته زهرجن مواد ورکړي، ترڅو دغو سپو ته يې ورکړي، خو ددې پرخبره د دغو موادو ویش د عامې روغتیا وزارت له لوري اوس مهال بند شوی دی.





