
نن ګهیځ د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ لسګونو ځوانانو د افغانبېسیم د مخابراتي شرکت د ۳جي انټرنیټي خدمتونو د نهلرلو په اعتراض کې د یادې شبکې فعالیت باندې بندیز ولګولو.
د دې اعتراضګرو شمېر ۱۰۰ تنو ته رسېد.
د تخار د کلفګان د ځوانانو رییس حفیظ حیدري وايي، د دې ولسوالۍ ډېر اوسېدونکي په بهر کې مېشت دي او له هغو سره له انټرنیټ اړیکو پرته نورې اړیکې په لوړ لګښت تمامېږي.
د ښاغلي حیدري په خبره، د خلکو له غوښتنو سره ـ سره بیا هم د افغانبېسیم مخابراتي شرکت دغو غوښتنو ته پام نهدی کړی.
د تخار د کلفګان ولسوال قیوم قانع دا مني چې خلکو د افغانبېسیم مخابراتي شبکې فعالیتونه درولي دي.

د کلفګان ولسوالیوايي، خلکو سره د افغانبېسیم د مخابراتي شبکې د مسوولانو له لوري د ژمنو د نه عملي کېدو په اعتراض کې د شبکې فعالیتونه درول شويدي.
د ښاغلي قانع په وینا، د کلفګان ولسوالۍ اوسېدونکیو څوو میاشتې مخکې هم غوښتي وو چې د افغانبېسیم د مخابراتي شرکت فعالیتونه ودروي؛ خو د یادې شبکې مشر ور سره ژمنه کړېوه چې د ۳جي انټرنیټي خدمتونه به وړاندې کوي؛ نو ځکه یې دا ګام تر ننه ځنډولی و.
معترضین ادعا کوي چې په شمالختیځ زون کې د افغانبېسیم مخابراتي شرکت مسوول قادر افغان د کلفګان ولسوالۍ د ۳جي انټرنیټي سهمیه خواجهغار ولسوالۍ ته لېږدولې ده.
له پرلهپسې اړیکو سره ـ سره بیا هم په شمالختیځ زون کې د افغانبېسیم مخابراتي شرکت د مشر په نظر اخېستلو بریالي نهشو.





