لویې څارنوالۍ مېرمنو سره د تاوتریخوالي مخنیوي په پار ځانګړی معاونیت جوړ کړ

لوی څارنوال فرید حمیدي وايي، د دې معاونیت جوړېدل له ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي په چارو او د ماشومانو سرغړونو د دوسیو په څېړنه کې خورا ارزشت لري او د کورني تاوتریخوالي کچه به را کمه کړي.

د لویې څارنوال په خبره، مېرمنې له سیاسي حقونو برخمنې دي او د دې معاونیت د کار له پیل سره به د ښځو او ماشومانو اړوند حقونه به په پوره ډول عملي شي.

د بشرحقونو خپلواک کمېسیون مشرې سیما سمر وویل، د دغه ډول معاونیت جوړول د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته د رسېدنې او د ماشومانو د سرغړونو او د هغوی د حقونو د ټینګښت په برخه کې مهم کار دی.

نوموړې وايي، له مېرمنو سره د تاوتریخوالي کلتور له کورنیو پلېږي او د دې تاوتریخوالي د جرړو ختمولو له پاره باید د هېواد په تدریسي بهیر کې کار وشي.

لویه څارنوالۍ او د بشرحقونو خپلواک کمېسیون په دې باور دي، چې د مېرمنو سره د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړنو د مخنیوي او د هغوی د حقونو تامینولو په برخه کې باید ټول بنسټونه په ځانګړي ډول د پوهنې وزارت، د لوړو زده کړو وزارت او د حج او اوقافو وزارت په ګډه همکاري وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام