
د هېواد روانې جګړې او بېوزلۍ په تخار کې یو ګونګی پلار اړ کړی چې د کورنۍ د نورو غړیو لپاره د ډوډۍ پیدا کولو لپاره خپل تازه زېږېدلی ماشوم وپلوري.
عبدالفتاح د تالقان ښار اوسېدونکی دی او خبرې نه شي کولی. هغه او مېرمن یې د بېوزلۍ له کبله خپل تازه زېږېدلی ماشوم د شپږ زره افغانیو په بدل کې پلورلی، څو خپل نور ماشومان یې د لوږې له لاسه له پښو ونه لوېږي.
د ماشوم مور په سختۍ خبرې اوري او کوي. څه موده مخکې د دوو ماشومانو خاونده کېږي او د نورو ماشومانو لوږه یې اړ باسي چې د خپل زړه یوه ټوټه وپلوري.
د دغه ماشومان د پلورلو خبر له خپرېدو وروسته د تخار محلي مسوولانو له سلاموطندار سره په خبرو کې وویل، هڅه کوي چې یاد ماشوم بېرته د خپلې مور غېږې ته ور وګرځوي.
د تخار د والي ویاند جواد هجري وايي، د ولایت مقام په لارښوونه یې یادې کورنۍ ته لومړني خوراکي توکي ورکړي دي.
د سیمې د جومات ملا امام عبدالقهار وايي، د ماشوم پلار سره له دې چې ګونګی دی، خو د ۱۰ ماشومانو لپاره نفقه برابروي. هغه له حکومت نه غواړي چې د روژې په میاشت کې له یادې کورنۍ سره مرسته وکړي او له حاله یې خبر شي.
د بېوزلۍ له امله د خپل بچي پلورل په افغانستان کې کومه نوې خبره نه ده. نږدې په هره میاشت کې یو پلار او مور د خپلې کورنۍ د نفقې لپاره خپل ماشوم پلوري.





