
د بغلان یو شمېر اوسېدونکيو سلاموطندار ته ویلي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د برېښنا امتیاز یا مېټر وېشلو بیه یوه نهده او پهکې توپیري چلن کېږي.
د بغلان اوسېدونکي سیدکمال وردګ او امین احمدزی وايي، په پلخمري ښار کې د برېښنا مېټر وېشلو امتیاز ۴ زره افغانۍ، په مرکزي بغلان ولسوالي کې ۶ زره افغانۍ، د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ۳ زره افغانۍ او د پلخمري په کرکر سیمه کې هم وړیا دی.
په همدې حال کې د بغلان یو مدني فعال محمدعثمان شېرزی وايي، د دغه ولایت په برېښنا ریاست کې د مدیریت کمزورتیا د یادو ستونزو لامل شوې ده. نوموړی غوښتنه کوي چې اړوند مسوولان باید د خلکو ستونزې حل او ورسره له توپیري چلن کولو ډډه وکړي.
د بغلان غوري برېښنا رییس سلطاناحمد عزیزي که څه هم مني چې په بېلابېلو سیمو کې د برېښنا میټر امتیاز بیې توپیر لري، خو وايي، لامل یې له بېلابېلو کمپنیو نه د مېټرونو پېرل دي.

د نوموړي په وینا، د غوري برېښنا ریاست حق امتیاز ۳ زره او ۶ سوه افغانۍ کیږي چې د خلکو له لوري ورکول کېږي، خو د مېټرونو واردوونکې کمپنۍ توپیر کوي او د دغو مېټرونو کیفیت ته په کتو یې بیې هم لوړې دي.
بلهخوا د بغلان یو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان وايي، طالبان دا مهال د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې د برېښنا پیسې ټولوي او د همدغو پیسو له لارې جګړهییز تجهیزات برابروي.





