
لایقه: د میاشتنۍ ناروغۍ پرمهال کلي کې اوسېدم او موږه هم د ډېرو نورو کورنیو په شان د بېلابېلو اقتصادي او فرهنګي دلایلو پر بنسټ د جسمي او جنسي ناروغیو په اړه نه پوهېدلو.
د میاشتنۍ ناروغۍ په اړه خبرې کول سنتي شرم حکم کولو چې میندو ته خوله وازه نهکړو او هغوی هم پهدې اړه خپلو لوڼو ته څه نه ویل.
لهدې مخکې مې د ښځو د میاشتنۍ ناروغۍ په اړه اورېدلي وو. کله به چې نجونې راټولې شوې؛ د ښځو د دې تکلیف په اړه به یې ویل چې د ناروغۍ په ورځو کې په ښځو لمونځ او روژه نهکېږي. ما فکر کولو چې دا ناروغي هم د نورو ناروغیو په شان د درملنې ځانګړې طریقه لري.
له ورځو یوه ورځ مې تازه لمبلي وو؛ خور ته مې وویل چې ناروغه یم او لمونځ نهکوم؛ خو هغې زما د جامو له کتلو او اړولو ـ راړولو وروسته سر وخوځولو او ویې ویل، ناروغه نه یې او باید لمونځ وکړې.
له خور نه مې مننه کوم. همدا خبره دې بهانه شوه چې ځان پوهه کړم او له هغې سره د میاشتنۍ ناروغۍ په اړه له سره تر پایه پوره خبرې وکړم.
خو لهدې سره مې بیا هم په یاد دي، کله چې یو کال وروسته ناروغه شوم او په کالو باندې مې د وینو نښې ولیدل شوې؛ له حیرانتیا ووېرېدم، چا ته مې څه ونه ویل، تر دې چې خور مې خپله متوجې شوه او راته ویې ویل: «اوس لمونځ مهکوه، ناروغه شوې یې!»





