تر راتلونکیو پنځو کلونو به ۱۲زره قابله ګانې وروزل شي

د عامې روغتیا وزارت چارواکیو د قابلو د نړیوالې ورځې د نمانځنې په موخه جوړې شوې غونډې کې وویل، چې د هېواد په ټولو روغتیايي مرکزونو کې شاوخوا ۵زره قابله ګانې په کار بوختې دي.
دیوی وايي، چې تر راتلونکیو پنځو کلونو پورې به دغه شمېر ۱۲ زرو قابله ګانو ته ورسوي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکیو وویل، چې له دې سره به په ټول هېواد کې د میندو د زېږون ۸۰ سنله ستونزې حل شي.

د راپورونو پر بنسټ، اوس هم ۶۷ سلنه میندې د ماشومانو د زېږون پر مهال روغتیايي مرکزونو ته نه ځي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیاله ناجیه طارق وايي، چې قابلې د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مرګ ژوبلې د کچې په کمولو کې رغنده رول لري.

نوموړې وویل، چې د شویو څېړنو له مخې په هرو سلزرو زېږونونو کې ۳۲۷ میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د شوې څېړنې له مخې په تېر وخت کې په هرو ۲۷ دقیقو کې یوې مور د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکولو او اوس دغه شمېره را کمه شوې ده او په هرو دوو ساعتونو کې د زېږون پر مهال یوه مور مري.

دغه وزارت وايي، چې له یوې لسیزې راهیسې یې د روغتیايي مرکزونو په ځانکړي ډول د قابله ګانو د ګومارنو له برکته د میندو او ماشومانو د مړینې کچه را کمه کړي.

په ورته وخت کې ځېنو قابله ګانو له سلام وطندار سره د خبرو پر مهال د بستونو د نه شتوالي له کبله شکایت وکړ.

دوی وویل، چې زیات شمېر قابله ګانې په روغتیايي مرکزونو کې د نرسانو پر ځای کار کوي.

د قابلو نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې افغانستان له هغو ۷۳ هېوادونو په نوملړ کې دی، چې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې کچه په کې زیاته ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام