
په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ ټولنه یا نی وايي، په تېرو ۱۷ کلونو کې د ښځینه خبریالانو او د رسنیو نورو ښځینه کارکوونکیو پر وړاندې یې د تاوتریخوالي ۴۶ پېښې ثبت کړې دي.
د نی اجرایوي رییس مجیب خلوتګر وایي، افغانستان په تېرو ۱۷ کلونو کې د ۱۲ ښځینه خبریالانو او د رسنیو کارکونکیو د وژل کېدو، د یوې خبریالې د ټپي کېدو، د ۲ د نیول کېدو، ۲۰ د ګواښ، ۵ د وهلو ټکولو، ۲ د سپکاوي، ۳ له دندې د لرې کولو او دغه راز اطلاعاتو ته د نه لاسرسي د یوې پېښې شاهد و.
د نوموړي په وینا، په دې ډله کې دوه یې بهرنیانې هم دي. نوموړی زیاتوي، داسې نورې پېښې هم شته خو تر اوسه ثبت شوې نهدي.
د نی ادارې د موندنو له مخې، د ناامنیو زیاتوالي، جنسي تبعیض، ټولنیزو توپیرونو او لږ تنخا ورکولو له امله په رسنیو کې د ښځینه کارکوونکیو شمېر کم شوی دی.





