
هغه ځوان رییس ځاځی نومېږي چې تېره پنجشنبه په هرات کې د لاجوردو لارې د پرانیستې په مراسمو کې د ولسمشر محمداشرف غني د وینا له پای ته رسېدو وروسته د غږ پورته کولو پرمهال یې د ولسمشر ساتونکیو مخه ونیوله.
په خواله رسنیو کې خپره شوې ویډیو ښيي چې دا ځوان د ولسمشر د ساتونکیو له لوري وهل شویدی.
د رییس ځاځي ورور جهادګل ملکزوی وايي، تر واسه د خپل ورور د برخلیک په اړه معلومات نهلري.

هغه ادعا کوي چې پکتیا کې د ولایتي شورا غړي سردار خان ملکزوی د دوی ټولې ځمکې غصب کړي او ورور یې رییس ځاځي له مجبوریته غوښتل، د ولسمشر پر وړاندې د عدالتغوښتنې او خپلې ستونزې د رسولو لهپاره غږ پورته کړي.
دی حکومت او ولسمشرۍ ماڼۍ باندې غږ کوي چې د کوچني ورور د برخلیک په اړه دې معلومات ور سره شریک شي.
د رییس ځاځي ورور ټینګار کوي چې د خپلو ځمکو غصب په تړاو کافي اسناد لري او له ولسمشره غواړي، د دوی غږ واوروي.
د رییس ځاځي مور هم وايي، زوی یې د عدالتغوښتو لهپاره غږ پورته کړی؛ خو وهلټکول شویدی.

هغه هم له ولسمشره د خپل زوی خوشېکول او د غاصبینو له منګولو د ځمکو ترلاسه کولو غوښتنه کوي او زیاتوي، که چېرې یې کوم زندان ته اچولی وي، ژر دې یې بېرته خوشې کړي.
د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد پهدې اړه ځواب نهورکوي او وايي، پهدې اړه خبرې کول یې په واک کې نهدي.
خو د ولسمشر مرستیال ویاند شاهحسین مرتضوي خپلې فېسبوک اڼه باندې د دغه ځوان وهلټکول رد کړي او ویلي یې دي، ولسمشر د تشریفاتو قطعې مرستیال ته ویلي چې هغه موټر ته پورته کړي او خبرې یې په دقت سره واوري.





