
د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز چې کابل کې یې د ملي او نړۍوالو روغتیايي همکارانو په حضور کې «کوچیانو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالي» په اړه غونډه کې خبرې کولې، وویل روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی د هر افغان وګړي حق دی او کوچیان له دې مستثنا نهدي.
د ښاغلي فیروز په وینا، عامې روغتیا وزارت تراوسه پورې د کوچیانو لهپاره د درملنې ۶ ثابت او ۲۵ ګرځنده مرکزونه رامنځ ته کړي چې د کوچیانو استازو په مشورې او همکارۍ به د هغوی لهپاره نور ثابت او ګرځنده مرکزونه هم رامنځ ته شي.

ورته وخت کې د کوچیانو استازي هم وايي، د درملنې مرکزونه باید د کوچیانو نفوس ته په پام جوړ شي.
په ولسي جرګه کې د کوچیانو کمېسیون سلاکار خالد احمدزی وايي، کوچیانو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لهپاره کافي بودیجه موجوده نهده او دې برخې ته دې پام وشي.
د کوچیانو لهپاره د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ریاست مسوولان وايي، د کوچیانو په اړه د کره شمېرې نشتون، د بودیجې کمښت، امنیتي ګواښونه، د زورواکیو لاسوهنه، بېسوادي او د روغتیايي چارو په اړه نه پوهاوی لامل شوی چې کوچیان له روغتیايي خدمتونو بېبرخې پاتې شي.





