د غور بې‌ځایه شوي: د مرستو وېشلو لړۍ غیرعادالانه ده

غور کې زرګونو کورنیو د نا امنۍ، قومي شخړو او وچکالۍ په دلیل خپلې سیمې پرېښي او مرکز فیروزکوه ته کډه شوي‌دي.

یو شمېر دغه بې‌ځایه شوي غوریان سلام‌وطندار ته وايي، دې ولایت کې د مرستندویو بنسټونو د مرستو وېشلو بهیر ناعادلانه دی.

د دوی په وینا، دغه مرستې هغو کسانو ته ورکول شوې‌دي چې هېڅ اړتیا یې ورته نه‌لرله او یا یې هم د کورنۍ غړي بانفوذه کسانو سره پېژندګلوي لرله.

دغه بې‌ځایه شوي همدارنګه وايي چې څو ځلې یې خپلې عریضې مسوولانو او مرستندویو بنسټونو ته ور وړي؛ خو هېچا ورته پام نه‌دی کړی.

د غور والي ویاند عبدالحی خطیبي هم دغه ولایت کې د بې‌ځایه شویو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي، چې د UNHCR  او WFP په مرسته یې ۲زره او ۶۸۰ کورنیو سره یو اندازه نغده مرسته کړې او هڅه کوي چې د مرستنیدویو بنسټونو په همکارۍ شاوخوا ۶ زرو کورنیو ته مرستې ورسوي.

خو د غور د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو رییس عبدالرووف غفوري د بې‌ځایه شویو ادعاوې نه مني او وايي، هغوی د مرستندویو بنسټونو په همکارۍ یوازې د جګړو بې‌ځایه شویو سره مرستې کوي.

د هغه په وینا، روان کال شاوخوا ۲ زره بې‌ځایه شویو سره نغدي مرسته شوې‌ده.

دغه نیوکې داسې حال کې مطرحېږي چې د غور ځايي ادارې مسوولان وايي، ټاکل شوې چې د خوړو نړۍواله موسسه یا WFP څه باندې ۳۰ زره بې‌ځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام