د کندهار فارمي کبان هر کال ۱۰ میليونه امریکايي ډالر عواید لري

د کبانو په فارمونو کې  شاوخوا ۱۵۰۰ تنه کارګران په کار بوخت دي

د کندهار د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست د رسنیو مسوول سلام وطندار ته وویل، چې دا مهال د ټول کندهار په کچه له دوی سره د کبانو فارمونه «۸۰۰» راجسټر دي، چې هره ورځ بازار ته شاوخوا ۳۰۰۰ کیلو غوښه عرضه کوي.

د دې ریاست رسنیو مسوول حبیب الرحمان سجاد وايي، د کبانو له‌دې بازاره هر کال فارم لرونکیو ته تر ۱۰ میلیونو ډېر امریکايي ډالر عواید په لاس ورځي.

د ده پر وینا، د کبانو په فارمونو کې  شاوخوا ۱۵۰۰ تنه کارګران په کار بوخت دي.

د نوموړي په خبره، د کبانو اکثره فارمونه د کندهار په دامان، ډنډ، ژړۍ، ارغنداب، شاه‌ولیکوټ او پنجوايي ولسوالیو کې موجود دي.

کندهاري کبان په هلمند، زابل او روزګان کې هم بازار لري.

خلک ځکه د کبانو فارمونه جوړوي، چې مصرف یې کم؛ خو ګټه يې ډېره ده

ده همدارنګه زیاته کړه، د کبانو فارمونه په کندهار کې ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي او په ډېرو ولسوالیو کي خلک ځکه په‌دې کار بوخت دي، چې مصرف یې کم؛ خو ګټه يې ډېره ده.

په کندهار کې د کبانو فارم لرونکي له خپل کاره خوشال دي او د کبانو د فارمونه په ډېرې اسانۍ سره جوړوي.

دو وايي، چې څو متره ژوره کړې ځمکه کې اوبه او د کبانو بچیان خوشي کړي، چې په لږ وخت کې دغه بچیان غټېږي او بیا يې بېرته په بازار کې په ښه بیه خرڅوي.

د کندهار ښار د باغ پل په سیمه کې یو تن فارم لرونکی فضل احمد، چې نه یوازې فارم لري، بلکې په نورو فارم لرونکیو هم د کبانو بچیان پلوري.

د کندهار فارم لرونکي د کبانو بچیان له پاکستان، هندوستان او چین نه راوړي.

د ژړۍ ولسوالۍ یو بل فارم لرونکی ګلالی هم وايي، چې د کبانو له فارمه هره میاشت زیاته ګټه اخلي او د نورو ستړو کوونکیو کارونو نه پرې خلاص دي.

د ده په خبره، د کبانو له‌پاره یوازې اوبه او شنه‌ګیاه چمتو کوي، نور لګښت نه‌لري؛ خو ګټه يې زیات ده.  

فارم لرونکي په ټینګار سره وايي، که يې د ویالو، اوبو او بېلابېلو درملو غم وخوړل شي؛ ګټه او تولیدات به يې نور هم ډېر شي

فارم لرونکي په ټینګار سره وايي، که يې د ویالو، اوبو او بېلابېلو درملو غم وخوړل شي؛ ګټه او تولیدات به يې نور هم ډېر شي. 

د فارم لرونکیو پر وینا، که د کبانو او د هغو د غوښو د انتقال او ساتلو له‌پاره پرمختللي ځایونه او وسایل ولري؛ د نږدې ولایتونو ترڅنګ به تقریباً ټولو ولایتونو ته کبان ورسولی شي.

د کندهار د کرنې ریاست رسنیز مسوول دا هم زیاته کړه، دوی په‌دې هڅه کې دي، چې د کبانو د روزولو له‌پاره ځانګړي متخصصان له فارم لرونکیو سره په ورکشاپونو کې مخامخ کړي، چې د کبانو د فارم لرونکيو ته د پرمختګ زمینه برابره کړي.

نوموړی د فارم لرونکیو ستونزي مني، وايي، دوی په‌دې اړه خپلي مشورې ورسره شریکولی شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام