عبدالرحیم رجايي، له خپلې درملنې وروسته نور نشه یان ژغوري

هغه کس چې پر نشو روږدی و، له خپلې درملنې وروسته یې وپتېیله چې پر نشو د نورو روږدو کسانو غم به خوري. 

عبدالرحیم رجایي هغه کس دی، چې پخوا خپله پر نشو روږدی و، خو اوس غواړي د نورو روږدو کسانو درملنه وکړي.

رجایي د دې موخې له‌پاره د روغتیا د هیلو پل په نوم بنست جوړ او مشري یې کوي.

عبدالرحیم رجایي په کابل کې "له موږ سره مرسته وکړﺉ، نه سپکاوی" تر شعار لاندې جوړې شوې خبري غونډې ته وویل، وروسته له دې چې له نشه یي توکو یې لاس واخیست، پرېکړه یې وکړه، چې نور کسان به هم له دغه بد عمله ژغوري.

رجایي وایي، پر نشه یي توکو روږدو کسانو سره باید مرسته وشي او د نشه یي توکو د زیانونو په هکله باید سلا مشورې ورکړل شي؛ نه دا چې زور زیاتی ورسره وشي.

نوموړی زیاتوي، مالي ملاتړ نه لري، یوازې د کابل په پل سوخته کې پر نشو د روږدو کسانو ټپونه پانسمانوي او د دغو توکو د زیانونو په اړه سلا مشورې ورکوي.

خبري غونډې ته د روغتیا هیلو پل موسېسې حقوقي سلاکار عطاالرحمان حامد وویل، پر نشه یي توکو روږدو کسانو سره دولت سم چال چلند نه کوي، نو ځکه خو روږدي ته باید د یو ناروغ په سترګه وکتل شي؛ نه د یو مجرم په سترګه.

حامد زیاته کړه، د دغه پروګرام موخه پر نشه یي توکو د روږدو کسانو د حقونو غوښتنه، د کورنیو، دولت او نورو پام دې ته وراړونه ده، چې پر نشه یي توکو روږدي کسان د دوی مرستې ته اړتیا لري.

دی وایي، تراوسه یې د دغه پروګرام له لارې د سلا مشورو په مرسته د ۱۱ کسانو درملنه کړې ده.

حامد وویل، اوسمهال په کابل ښار کې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو ۲۱ مرکزونه شته، خو دوی یوازې د کابل ښار په پل سوخته او سرای شمالي کې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو د ټپونو درملنه او هغوی ته سلا مشورې ورکوي.

د کابل ښار په پل سوخته کې فرید نومی چې ۱۰ کاله کېږي پر نشه یي توکو روږدی دی. وایي، چې له نشه یي توکو د خلاصون لار له دولته د روغتیا هیلو پل موسېسې لاره چاره ډېره اغېزمنه ده.

په خبره یې، دولت یې په زوره بیایي هلته یې ډبوي، چې له نشه یي توکو لاس واخلي؛ خو دا موسېسه له زور زیاتي پرته پوهاوی ورکوي.

د روغتیا هیلو پل موسېسې کارکوونکي وایي، چې دولت باید پر نشه یي توکو د روږدي کسانو د مخنیوي په پار هلې ځلې وکړي او هر کال هر څومره نشه یي توکي سوځوي غوره به وي، چې دارو درمل ترې جوړ کړي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام