.jpg)
له انسانيقاچاق سره د مبارزې شبکې مسوولانو نن (دوشنبې) کابل کې له انسانيقاچاق سره د مبارزې نړۍوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې کې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې په دې برخې کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د دوی په وینا، د یادې شبکې یوازینۍ موخه له انسانيقاچاق سره مبارزې کې له افغان دولت سره همکاري وکړي.
د یادې شبکې غړي په نړۍوالې ټولنې هم غږ کوي چې له انسانيقاچاق سره د مبارزې برخې کې د افغان حکومت مالي ملاتړ وکړي او فشار راوړي چې د انسانيقاچاق پر وړاندې عملي ګامونه واخلي.
د دې شبکې غړي حبیبالرحمان ننګ وویل، شبکه یې له انسانيقاچاق سره د مبارزې په موخه خلکو ته د عامهپوهاوي ورکولو ترڅنګ له افغاندولت او ځېنو کورنیو او بهرنیو موسېسو سره هم همکاري کوي.
د انسانيقاچاق سره د مبارزې شبکه له افغان دولته غواړي چې د دې قاچاق د مخنیوي لهپاره د انسانيقاچاق پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون سره ګډ کار وکړي، هرکال د انسانيقاچاق کلني راپورونه خپاره کړي او له نړۍوالو پروتوکولونو سره سم، د انسانيقاچاق پر عاملانو قانون تطبیق کړي.
افغانستان کې د انسانيقاچاق، د جنسي ګټې اخېستلو، د بدن غړیو پلورلو ترڅنګ، د نورو ناوړو موخو لهپاره کېږي چې تل یې د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو او دولتي ادارو اندېښنې راپارولې دي.





