
له هغه وروسته چې عامې روغتیا وزارت په هرات ولایت کې پر کرونا ویروس د درې شکمنو کسانو په نښه کېدل تایید کړل، د کابل یوشمېر اوسېدونکي په ښار کې د ماسکونو د کمښت او د بیو لوړوالي په اړه شکایت کوي او وايي، په یوه ورځ کې د ماسکونو د یو بنډل بیه څو برابره ډېره شوې ده.
د ښار د یوه درملتون مسوول د نوم نه ښودلو په شرط سلاموطندار ته ویلي چې له چین سره د ټرانزيټي لارو د تړل کېدو له کبله د ماسکونو بیې لوړې شوې دي. د نوموړي په وینا، یوشمېر خپلچاري کسان له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په ناقانوني توګه نورو هېوادونو ته ماسکونه قاچاق کوي.
د کابل اوسېدونکي وايي، مخکې د یوه عادي ماسک بیه پنځه افغانۍ وه، خو په هرات کې د کرونا د مثبتې پېښې له تاییدېدو وروسته، له ۲۰ تر ۲۵ افغانیو پورې رسېدلي او د ځانګړو ماسکونو بیه چې د ناروغیو ښه مخنیوی کوي، دوه درې برابره زیاته شوې او ډېر کله د عادي ورځو په پرتله پنځه برابره په لوړه بیه پلورل کېږي.
د کابل ښار اوسېدونکی قادر وايي، پر کرونا ویروس د اخته کېدو د مخنیوي لپاره اړ دي چې یو ځانګړی ماسک په ۱۵۰ افغانۍ وپېري.
د ښار په درملتونونو کې هم وضعیت ښه نه دی. په شهرنو کې د یوه درملتون مسوول سلاموطندار ته ویلي چې له پرون راهیسې یې ماسکونه خلاص کړي، خو په ځینو نورو درملتونونو کې یو بنډل ماسکونه چې مخکې په پنځوس افغانۍ وو، اوس په ۲۰۰ افغانیو پلورل کېږي.
د کابل د یوه درملتون مسوول مجتبی وايي، د روغتیا ډېره برخه توکي او وسایل له چین نه راځي، خو له یاد هېواد سره ټرانزېټي لارې تړلي او همدا لامل دی چې بیې یې هم لوړې شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار سلاموطندار ته وویل چې ګاونډیو هېوادونو ته د ماسکونو قاچاق او د خلکو له لوري یې په کارولو کې بېغوري، د ماسکونو د بیې لوړوالي اصلي لاملونه دي. نوموړی د ماسکونو د تولید لپاره د اومه موادو نه موجودیت هم د ماسکونو د بیو یو لامل بولي.
د هرات د عامې روغتیا ریاست پرون راپور ورکړ چې په دغه ولایت کې پر کرونا اخته څلور شکمن کسان په نښه شوي او د یوه مسووله په وینا، یاد ویروس له ایران نه را لېږدول شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت فېروزالدین فېروز نن په هرات ولایت کې بېړنی حالت اعلان او له خلکو یې وغوښتل چې هرات ته له ناضروري تګراتګ نه ډډه وکړي.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې یو بل ته له لاس ورکولو، د نورو په مخ کې له پرنجېدلو، مخ ښکلولو او په عمومي ځایونو کې له ګرځېدو ډډه وکړي.
له یوې میاشتې په کمه موده کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر له دوو زرو کسانو اوښتی دی. د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، تر اوسه له ۷۴ زرو ډېر کسان په ټوله نړۍ کې پر دغه ویروس اخته شوي دي. یاد ویروس تازه افغانستان، ایران او لبنان ته هم رسېدلی دی.





