.jpg)
سلام وطندار ته لاس ته راغلي اسناد دا په ډاګه کوي، چې په مزار شریف ښار کې ټولټال ۱۸ ښارګوټي دي، چې يو يې هم د ښارجوړونې له معیارونو سره برابر نه دی جوړ شوی.
د مزارشریف ښاروالۍ د ساختماني څانګې څخه لاس ته راغلي دغه اسناد ښيي، چې په بلخ ولایت کې ۳۸ ښارګوټي په غېر قانوني ډول ویشل شوي دي.
په وروستيو څو کلونو کې د بلخ ولایت زیاتې ځمکې د زورواکو له خوا غصبېدو وروسته په ښارګوټو او د اوسېدو په کورونو بدل شوې دي.
په دغو اسنادو کې راغلي، چې د سمنګانیانو، اتفاق، اتفاق نمبر ۲، د مزارشریف په ختیځ کې د سخي او سخي ګل علم کمپونه، د پولیسو او قاضیانو ښارګوټي، د سېد اسماعیل بلخي، اقچه اود دغه ښار په شمال کې د څارنوال اکبر له هغو طرحو ګڼل کيږي، چې په غېر قانوني ډول جوړ شوي دي.
همدارنګه د سېد اسماعیل بلخي، فقیر اباد، علي ښارګوټی، انقلاف ښارګوټی، سرحدیانو ښارګوټی، د حاجي صفدر د زامنو ښار ګوټی، د دغه ښار په سویل کې قبطالاسلام، په شمال کې د خېر اباد ښار ګوټی له هغو طرحو دي، چې د ښار جوړونې وزارت د قوانينو سره په ټکر کې طرحه شوي دي.
د مزار شریف د ساختماني چارو انجینیر مهندس هاشم وايي، چې د مزارشریف ښار د ماسټر پلان له مخې ۳۶ ښارګوټي په غېر قانوني توګه ویشل شوي دي؛ خو سره له دې ۱۸ نور ښارګوټي بیا په جعلي اسنادو ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د بلخ یو تن مدني فعال قادر مصباح وايي، د ښارګوټو له مالکانو سره ځينې حکومتي چارواکي شریکان دي، نو له همدې امله دوی د دغو غېر قانوني ښارګوټو د کار مخنيوی نه شي کولای.
.jpg)
هغه د ځانګړې ډلې یا مقام نوم وا نه خیست، خو زیاته یې کړه چې د ولسي جرګې او ولایتي شورا ځينې غړي له دوی سره لاس لري.
د بلخ د ولایتي شورا مشر ډاکټر افضل حدید وايي، هغه ښارګوټي چې په غېر قانوني ډول جوړ شوي د ښاري خدمتونو څخه محروم دي.
له دې سره سره بیا د ښارګوټي ځينې مالکان وايي، چې د دوی ښارګوټي خپل قانوني مراحل طی کړي او د ښارجوړونې اسناد هم لري.
په مزار شریف کې د یو ښار ګوټي څښتن محمد انور وايي، چې د دوی ټول اسناد د ښارجوړونې وزارت او مزار شریف له اداري او قانوني مراحلو تېر شوي دي او د دوی ښارګوټي د غېر قانوني کېدو له پاره هیڅ دلیل نشته.
د ښارګوټو جوړولو په دې وروستيو کې په یو ګټور سوداګریز سیسټم بدل شوی او زیات زورواکي هڅه کوي، چې ځمکې غصب کړي او د کورونو د خرڅ له لارې زیاتې پېسې لاس ته راوړي.





