نسرین اورياخېل:۱۱۰ زره معلولیت لرونکي کسان لرو

د ډېسمبر ۳ د معلولیت لرونکو کسانو د نړیوالې ورځې سره برابر ده. په ۱۹۹۲ کال کې دا ورځ د ملګرو ملتونو له خوا د معلولیت لرونکو کسانو د نړیوالې ورځو په نوم اعلان شوه.

په افغانستان کې له دغې ورځې په داسې حال کې نمانځنه کېږي، چې د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو وزارت د رسمي شمېرو له مخې په هېواد کې۱۱۰ زره معلولیت لرونکي کسان ثبت شوي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیرې نسرین اوریاخېل وویل، له ۱۷ پرمختیايي موخو ۷ هغه یې د معلولینو د وضعیت څېړلو او د هغوی ستونزو ته رسېدنه ده، چې په دې برخه کې د بنسټیزو پرمختیایي موخو عملي کولو له پاره یې کمېټه ګومارلې او لومړنۍ چارې پیل کړي دي.

مېرمن اوریاخېل د اندېښنې په څرګندولو سره وویل، هغه قوانین، چې په تېرو کلونو کې د معلولیت لرونکو کسانو له پاره جوړ شوي وو؛ په سمه توګه نه دي عملي شوي او د کاغذ پر مخ پاتې دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وایي، د حکومت د نوې طرحې پر بنسټ ټول دولتي بنسټونه مکلف دي، چې په خپلو ادارو کې ۷ سلنه معلولیت لرونکي کسان جذب کړي.

په غونډه کې اجرایوي رییس عبدالله وویل، پایداره انکشافي موخې تېر کال د ملګرو ملتونو سازمان له خوا تصویب شوي، چې په عملي کېدو سره یې په هېواد کې د معلولیت لرونکو کسانو وضعیت ته جدي پاملرنه کېږي.

عبدلله وویل، ټول حکومتي بنسټونه او اړوند وزارتونه هڅه کوي، چې د معلولیت لرونکو کسانو وضعیت کې مثبت بدلون راوستل شي او ډاډ یې ورکړ، چې حکومت په جدي توګه د معلولیت لرونکو کسانو ستونزو ته رسېدنه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام