اروپايي ټولنه د کورونا پر وړاندې مبارزه کې له افغانستان سره مرسته کوي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایډون او د اروپايي هېوادونو نورو سفیرانو د کورونا پر وړاندې د افغان حکومت اقدامات ستایلي او په دې برخه کې یې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ولسمشر غني له پیري مایډون او د اروپايي اتحادیې له نورو سفیرانو سره په ارګ کې کتلي او د کورونا پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ یې، د ټاکنو او مرکچي پلاوي په اړه هم بحث کړی دی.

د اروپايي هېوادونو سفیرانو په دې لیدنه کې ویلي، افغانان د سولې په تړاو په دې ورځو کې تر بل هر وخته زیات یووالي ته اړتیا لري.

دوی د افغانستان لپاره یوه سیاسي اجماع مهمه بللې او ویلي یې دي، د مرکچي پلاوي اعلانېدو د سولې په برخه کې یو بل مثبت ګام اخیستو ته لار هواره کړې ده.

تر دې وړاندې مالیې وزارت یوه اوونۍ وړاندې اعلان وکړ چې چین د کورونا پر وړاندې مبارزه کې له افغانستان سره همکاي کوي.

افغان حکومت په هېواد کې د کورونا ویروس د لومړنۍ مثبتې پېښې له ثبتېدو سره سم د دغه ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره ۲۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړل. هرات، نیمروز، فراه، غور او بادغیس هغه ولایتونه دي چې د کورونا ویروس د خپرېدو ګواښ په‌کې شته او حکومت هم د یادو ولایتونو لپاره ۵۶۰ میلیونه افغانۍ په پام کې نیولي دي.

اوس په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۱۰ ته لوړ شوی دی. د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هرات د تشخیص په مرکز کې ۴۸ شکمنې پېښې وکتل شوې چې له ډلې یې د ۲ ښځو په ګډون، ۱۴ هغه مثبتې دي.

د نوموړي په وینا، ۱۱ تازه پېښې په هرات او ۳ نورې په فراه ولایتونو کې ثبت شوې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام