
د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، دوی په پام کې لري چې د افغانستان د نفوسو د احوالو د ثبت قانون تعدیل شوې مادې په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان ډير ژر د جرګې په اجنډا کې شامل کړي.
په پارلماني چارو کې د دولت وزارت مسوولین وايي، چې د نفوسو احوال ثبت قانون شپږمې مادې تعدیل په اړه د ولسمشر تفنیني فرمان د وري میاشتې پر ۱۴ مه نیټه ولسي جرګې ته استول شوی و.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بریښنايي تذکرو ویش بهیر پیل په موخه د نفوسو د احوالو د ثبت قانون شپږمه ماده د یو فرمان له لارې تعدیل کړه، چې پر بنسټ به يې په بریښنايي تذکرو کې د ملت ترڅنګ د قوم نوم هم ولیکل شي.

د ولسي جرګې مرستیال منشي عرفان الله عرفان سلاموطندار ته وویل، چې د نفوسو احوال ثبت قانون شپږمې مادې تعدیل له پاره د ولسمشر فرمان ولسي جرګې ته رسیدلی او دوی يې په اجنډا کې د ژر شاملو هڅې کوي.
د عرفان پر وینا، د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون په دغه فرمان کار پیل کړی دی او له پړاونو بشپړیدو ته يې شیبې شماري.
په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ویاند ذکرالله قرضي سلاموطندار ته وویل: «د عدلیې وزارت د نفوسو احوال ثبت قانون ځینې موادو حذف او تعدیل په اړه چې د ولسمشر فرمان د سږني کال وري میاشتې په ۱۴ مه نیټه په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ته واستاوه او دغه وزارت هم د وري په ۱۴ مه نیټه د نفوسو احوال ثبت قانون ولسي جرګې ته استولی دی.»
په افغانستان کې د نفوس احوال ثبت قانون او د بریښنايي تذکرو مسله تل له زیاتو ستونزو سره مخ شوې او د قوم نوم پر سر اختلاف له امله د بریښنايي تذکرو ویش لړۍ د څه مودې له پاره وځنډول شوه، خو حکومت څو ځله ژمنه کړې چې ددې ستونزې هوارولو له پاره اقدام کوي.





