د جمعیت اسلامي مرستیال ویاند ذبیح فطرت سلام وطندار ته وویل، له ارګ سره د جمعیت د جوړجاړي لهمخې عبدالطیف ابراهیمي د سمنګانو نوي والي په توګه دنده پیل کړېده.
د ښاغلي فطرت په وینا، د جوړجاړي پر بنسټ د سمنګانو پخوانی والي عبدالکریم خدام د سولې عالي شورا مرستیال او ډاکتر ضیاالدین ضیا د سمنګانو مرستیال والي او یو ترکمن توکمی په یو اروپایي هېواد کې د سفیر په توګه ګومارل کېږي.
په همدې حال کې د سیمهییزو ارګانونو د پالیسي معین تیمورشاران سلام وطندار سره په اړیکه کې دا خبرې تایید کړې.
د سمنګانو پخوانی والي عبدالکریم خدام درې ورځې مخکې ولسمشر ګوښه کړیو.
ښاغلي خدام له ګوښهکېدو وروسته خبري غونډې ته ویلي چې له دندې نهلرې کېږي او په اړه یې یوازې جمعیت پرېکړه کولی شي.