
چارواکي ۱۳۹۵ لمریز کال کې د افغان دولت لهپاره په سیاسي ډګر کې د پام وړ بولي؛ خو شنونکي بیا دغه ۹۵یم کال له مثبت او منفي اړخه د پرمختګونو او ننګونو نه ډک هغه ګڼي.
د ملي یووالي حکومت په ۱۳۹۵ لمریز کال کې په سیاسې برخه کې په څوو نړیوالو کنفرانسونو او غونډو کې د ګډون تر څنګ ځېنې تړونونه هم لاسلیک کړل.
په بروکسېل، وارسا او د اسیا زړه غړیو هېوادونو په کنفرانسونو کې بریالی ګډون، له اروپایې ټولنې سره د مشارکت تړون لاسلیکول، له عربي او منځنۍ اسیا هېوادونو سره د اړیکو پراخول، د افغانستان په اړه ځېنو نړیوالو ناستو کې برخهاخیستنه، د اسلامي حزب له مشر انجینیرګلبدین حکمتیار سره د سولې تړون لاسلیکول، د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړیو ټاکل، د برېښنایي تذکرو د وېش په اړه اقدام او داسې نور ډېر مختګونه دي، چې دولتي مسوولان یې د دې کال سترې لاسته راوړنې بولي.
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینهپال سلاموطندار ته وویل، چې افغان حکومت په روان کال کې د نورو نړیوالو غونډو ترڅنګ دوه مهم کنفرانسونه (وارسا او برکسیل) بریالي کړل او له حکومت سره په کې د ډېرو مرستو ژمنې وشوې.
د ده پر وینا، د کورني سیاست په برخه کې هم مثبت بدلولونه راغلي دي، چې په دولتې ادارو کې سمونونه، په اقتصادي برخه کې له نړۍ سره د افغانستان نښلول، له زیاتو هېوادونو سره د اړیکو پراخېدل او همدا ډول د سولې په برخه کې د لومړي ځل لهپاره بینالافغاني افغان حکومت خبرې اترې او د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره د سولې هوکړهلیک لاسلیکول یې څو مهمې بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکېب مستغني هم په روان کال کې په بهرني سیاست کې د افغان حکومت لاسته راوړنې د پام وړ بولي او نړیوالو کنفرانسونو ته په اشارې سره وایي، چې د برکسېل په کنفرانس کې ستره لاسته راوړنه دا وه، چې افغان چارواکیو په دې ناسته کې په ځانبساینې پروګرام سره ګډون وکړ او نړۍ هم د دوامدارو مرستو ژمنه وکړه.
مستغني زیاته کړه، د افغانستان موخه دا وه، چې د سیمې د هېوادونو په ترانزیټي څلورلارې بدل شي او افغان دولت دې موخې ته ځان رسولی دی.

د چاروکتونکي بیا ۱۳۹۵ کال د افغان دولت د پرمختګونو ترڅنګ د نیمګړتیاوو نه خالي هغه نه ګڼي.
د چاروکتونکی جاوېد غفور وایي، که څه هم د ۱۳۹۵ کال په اوږدو کې حکومت یو څه لاسته راوړنې لرلې؛ خو بیا هم په هغه کچه نه وې، چې د خلکو هیلې یې زیاتې کړې وې.
غفور زیاتوي، په ۱۳۹۵ کال کې له پاکستان سره هم څو ځلې اړیکې خرابې شوې او لا هم دوام لري. پر وینا، که څه هم دغه هېواد له افغانستان سره خپلې ټولې سترې او وړې لارې تړلي؛ خو بیا هم د سیمې په برخه کې د حکومت د ښې پالیسۍ له امله د خوراکې توکیو بیې په خپل حال پاتې شوې.
نوموړی زیاته کړه، د دې ترڅنګ د ملې یووالي د حکومت د مشرانو تر منځ لانجې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په اړه رامنځته شوې دوسیه او داسې نورې ستونزې په ښه توګه مدیریت شوي.
د چارو بل کتونکی یونس فکور وایي، په سیاسي برخه کې سترې لاسته راوړنې دا هم وې، چې د ملي یووالي حکومت ونهپاشل شو، د فساد پر ضد عدلي مرکز جوړ شو او په بهرني سیاست کې په افغانستان کې د ترهګریزو فعالتیونو په تړاو د پاکستان مرستې ته ته نړیواله ټولنه متوجه کړل شوه.
له دې سره هممهاله افغان حکومت په نړیواله کچه د فساد په برخه کې له دویم مقام نه اووم مقام ته لاړ، چې دا له فساد سره د مبارزې په برخه کې ښه پرمختګ ګڼل کېږي.
د یادونې ده، چې په ۱۳۹۵ کال کې د یو شمېر بهرنیو او کورنیو کارپوهانو او ځېنو چارواکیو وړاندوینې داسې وې، چې په افغانستان کې به سختې جګړې او سیاسي بېثباتي را منځته شي، په داسې حال کې چې د وړاندویونو سره سم څه پېښ نه شول؛ خو زیات شمېر افغانان نورو هېوادونو ته پناه یوړه او د دې ترڅنګ یو شمېر پانګهوالو خپله پانګه له هېواده بهر وویستله؛ خو وضیعت د وړاندوینو پر خلاف ښه پرمختګ وکړ او په ډېرو برخو کې پرمختګونه رامنځته شول.





