طالبانو تخار کې له لاسه ورکړې سیمې بېرته نیولي دي

طالبانو د تخار ینګي‌کلا او خواجه‌بهاوالدین ولسوالیو کې له لاسه ورکړې سیمې بېرته ونیولې.

د ینګي‌کلا ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې ولسوالۍ زوړ ښار د طالبانو په یو ډله‌ییز برید کې بېرته د دې ډلې لاس ته روغلی او له نورو سیمو د افغان امنیتي ځواکونه پرته له نښتې وتلي دي.

د دې ولسوالۍ د اوسېدونکیو په وینا، که‌چېرې په کوکچه ماورايي ولسوالیو کې طالبان ونه ځپل شي؛ د هوا په ګرمېدو سره به طالبان نورې ډېرې سیمې هم تر ولکې لاندې راولي. ځايي اوسېدونکي اندېښنه ښيي چې حکومت د طالبانو د عمري ښارګوټي له نیولو او ورانولو وروسته طالبانو خبرداری ورکړی چې د ماورايي کوکچه ولسوالۍ بازارونه به له نیولو وروسته ویجاړ کړي.

دوی همداراز زیاتوي، یوازي عمري ښارګوټی د ګډو امنیتي ځواکونو تر ولکې لاندې دی او د طالبانو ځپلو په موخه عملیات هم درول شوي‌دي.

خو د تخار د امنیت امر نظام‌الدین غوري بیا وايي، هغه سیمې چې ګډو امنیتي ځواکونو نیولې وې؛ اوس هم د هغوی په کنټرول کې دي.

ښاغلی غوري همداراز وویل چې دا عملیات به د طالبانو د وروستیو پټن‌ځایونو تر شتونه دوام ولري.

تېرو څو ورځو کې د تخار، درقد، خواجه‌بهاوالدین او ینګي‌کلا ولسوالیو کې د ګډو امنیتي ځواکونو پوځي عملیاتو پرمهال، څو کلي د طالبانو له موجودیته پاک شوي‌وو. دغو سیمو ته د طالبانو بېرته ورستنېدل ښيي چې د امنیتي ځواکونو پوځي عملیات دومره اغېز نه‌لرلو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام