اجرایوي رییس د ۱۵ کلنې فوټبال لوبډلې لګښت په غاړه واخیست

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله د مرکزي اسیا فوټبال زون اتلې د افغانستان ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړو او مسوولینو سره په سپیدار ماڼۍ کې ولېدل.

اجرایوي مشر عبدالله یاده لوبډله د تاجکیستان په کوربتوب په وروستۍ سترې اتلولۍ سره وستایله او د لوبډلې سره یې د بشپړې همکارۍ ټټر وواهه.

ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې په کمو امکاناتو افغانانو ته خوشحالۍ ورکړې او د ۵ هېوادونو په ډله کې یې افغانستان اتلولۍ ته ورسولو.

په دې لیدنه کې د فوټبال فدراسیون تخنیکي مرستیال پخواني روزونکي یوسف کارګر او د اتلې لوبډلې د روزونکي ډلې ترڅنګ د یاد فدراسیون نور لوړ پوري چارواکي هم مل وو.

عبدالله د فوټبال فدراسیون د بنیادي مالي ستونزو تر حل پورې یې ژمنه وکړه، چې د افغانستان ۱۵ کلنې اتلې فوټبال لوبډلې د سیالیو لګښت به اجرایه ریاست په غاړه واخلي.

اجرایوي رییس ته یو شمېر لوبغاړو د بهرنیو لوبو پرمهال د هېواد په  ښوونځیو کې د دوی د مشکلاتو په اړه هم معلومات ورکړل، چې ډاکټر عبدالله یې د حل کولو ژمنه وکړه.

کارګر له اجرایوي رییس وغوښتل په فوټبال فدراسیون کې د ولسي جرګې د غړو او سیاسي ډلو په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام