نبي عیسی خېل د عربي اماراتو پر ځای بنګله دېش ته مخه کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپټان محمد نبي عیسی خېل د عربي اماراتو د وېزې د نشتوالي له کبله بنګله دېش ته روان شو.

محمد نبي عیسی خېل پرون یکشبنې له کابل څخه د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د دغه هېواد په لور رخصت شو.

کرکټ بورډ د خپل عمومي مشر نسیم الله دانش له خولې لیکلي، دا د ویاړ ځای دی، چی افغان لوبغاړي په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان استازیتوب کوي.

ټاکل شوې ده پخوانی کپتان به د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ګټه د (پی این جي) کرکټ ملي لوبډلې پر خلاف څلور ورځنۍ سیالۍ پر ځای، اوس دبنګله دېش په سوداګریزو سیالیو کی ولوبېږي.

نبي عیسی خېل پرون له کابل څخه د بنګله دېش پلازمینې ډهاکې پر لور روان شو، چې ټاکل شوې ده، د بنګله دېش په درېیم پړاو سوداګریزو کرکټ غوره لیګ سیالیو کې به د (رانګپور) رایډرز لوبډلې په ګټه لوبې وکړي.

ټاکل شوی وه، نبي عیسی خېل روانه اونۍ د (پی این جي) کرکټ ملي لوبډلې پر خلاف د لویو وچو (انټرکانټینینټل جام) څلور ورځنۍ لوبه کې لوبېدلی وای، خو دغه کار د عربي اماراتو د ویزې د ستونزو له کبله ونه شو.

محمد نبي عیسی خېل د هغو ۶ نورو لوبغاړو په ډله کې وو، چې د (پی این جي) کرکټ ملي لوبډلې پر خلاف مهمې څلور ورځنۍ سیالۍ ته په افغان ۱۹ کسیزه لوبډله کې اخیستل شوي وو، خو افغان کرکټ بورډ ورته د نامعلومه دلایلو له کبله د عربي اماراتو ویزې ترلاسه نه کړای شوې او له همدې کبله له دغه سفره پاتې شول.

که څه هم روانه میاشت افغانستان د عمان او هانګ کانګ کرکټ ملي لوبډلو پر  خلاف دری شل اوریزې لوبې لري، خو معلومه نه ده، چې نبي عیسی خېل به په بنګله دېش غوره لیګ سیالیو کی خپلو لوبو ته ادامه ورکړي او کنه راتلونکې اونۍ به له ملي لوبډلې سره په عربي اماراتو کې یوځای شي.

دا دویم ځل دی، چې محمد نبي عیسی خېل د بنګله دېش کرکټ غوره لیګ سیالیو له پاره د زرګونو ډالرو پر ارزښت، د نړۍ د مشهوره کرکټ لوبغاړو په ډله کې اخیستل کېږي.

له دې وړاندې په ۲۰۱۳ کال دویم پړاو بنګله دېش کرکټ غوره لیګ سیالیو کې افغان ال راونډر، چې د نړۍ په غوره ال راونډرانو کې اووم مقام لري، د سلهیټ لوبډلې په ګټه لوبېدلې و، چې د نبي عیسی خېل په هراړخیزې لوبې سره ان تر سیمي فاینل پورې رسېدلې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام