
د مالیزیا په کوربتوب د ساحلي فوټبال نړیوال جام لهپاره د اسیا په ساحلي ټاکنیز پړاو سیالیو کې افغانستان درېیمه سیالۍ د ایران لوبډلی په وړاندې وبایلله.
د افغانستان فوتبال فدراسیون د معلوماتو لهمخې، ایران لوبډلې د یوې په زړه پورې او یو اړخیزې لوبې وروسته ۶ د ۱ ګول په وړاندې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د ایران خلاف نننۍ سیالۍ کې د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلی په ګټه رووف قادري په لومړي او یواځیني ګول کولو بریالی شو.
د سږکال ساحلي فوټبال نړیوال جام ته د اسیا ټاکنیز پړاو سیالۍ د افغانستان په ګډون د ۱۳ لوبډلو ترمنځ په ۳ ګروپونو کې د مالیزیا په کوربتوب پیل شوي دي.

افغانستان په نننۍ سترې ماتې سره د لومړي ګروپ لومړي مقام څخه درېیم مقام ته ښکته شوه، چې ایران لومړی او بحرین بیا دویم مقام ونیوه.
د سیالیو د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، د لوبې په لومړي پړاو کې افغانستان یو او ایران بیا دوه ګوله ترسره کړل، خو په دویم او درېیم پړاو کې ایرانۍ لوبډلې دوه ـ دوه نور ګولونه هم ترسره کړل او ستره بریا یې ثبت کړه.
د مالیزیا او چین خلاف د ۲ پرلهپسې سترو بریاوو وروسته دا په روانو سیالیو کې د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې لومړۍ ماتې وه.
ټاکل شوې ده، د روانو سیالیو په دوام به افغانستان سبا په خپله څلورمه او وروستۍ لیګ لوبه کې د کابل په وخت غرمه ۱۱ بجې د بحرین ساحلي فوټبال ملي لوبډلې خلاف سیالۍ ترسره کړي.

د مالیزیا په کوربتوب له اسیایي ټاکنیزپړاو سیالیو څخه به یواځې ۳ لوبډلې د سږکال ساحلي فوټبال نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا کړي.
په پام کې ده، چې د سږ کال ساحلي فوټبال نړیوال جام سیالۍ د نړۍ د مخکښو ساحلي فوټبال ملي لوبډلو ترمینځ د راتلونکي اپریل میاشتې په ۲۷ مه نیټه د نړۍ د ۱۶ مخکښو لوبډلو ترمینځ د امریکې وچې په بهاماس هیواد کې ترسره شي.
تراوسه له اروپا څخه سویتزرلینډ، پورتګال، پولینډ او ایټالیې، له افریقې څخه نایجیریا او سینګال، له امریکې څخه برازیل، ایکواډور او پرګوایې، مرکزي امریکې او کربین څخه مکسیکو او پاناما له ټاکنیزو پړاونو وروسته نړیوال جام کې د لوبیدو چانس ترلاسه کړی دی.





