قرغزستان د فوټسال ۳ افغان لوبغاړي واخیستل

له عراق وروسته قرغزستان په لومړۍ لیکې فوټسال سیالیو کې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې درې لوبغاړي په پیسو واخیستل.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د لوبډلمشر سید مهدي هاشمي په شمول ۳ لوبغاړي اکبرکاظمي او محمدرضا کریمي د قرغزستان لومړۍ لیکه فوټسال سیالیو ته غوره شول.

د ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې، دغه لوبغاړي اوسمهال د یو کلن تړون پر اساس قرغزستان ته رسېدلي او هلته له (ایف. سي. ارم) فوټسال کلپ سره یوځای شوي.

دغه افغان لوبغاړي په‌داسې حال کې د قرغزستان لومړۍ لیکې فوټسال سیالیو ته غوره کېږي چې تیره میاشت د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې ۲ نور لوبغاړي علي‌فیاضي او جوادحیدري هم د یو کلن تړون پر بنسټ د عراق لومړۍ لیکې فوټسال کلپ (بلدیه النصره) سره یوځای شول.

ایف. سي. ارم فوټسال کلپ د قرغزستان مشهور فوټسال کلپ شمېرل کېږي چې تېرکال یې د یاد هېواد د فوټسال لومړۍ لیکي فوټسال سیالیو اتلولي وګټله او هم د ویتنام په کوربتوب د اسیایي فوټسال کلپونو سیالیو کې هم ولوبېد.

ایف. سي. ارم فوټسال کلپ اوسمهال د قرغزستان په روانو لومړۍ لیکې فوټسال سیالیو کې ښه روان دی او له ۹ اوونیو لوبو وروسته د ګډونوالو لوبډلو په کتار کی دویم مقام لري.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په لوبغاړیو کې د نړیوالو کلپونو دلچسپي وروسته له هغې ډېرېږي چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د ترکمنستان په کوربتوب د تېرکال په ۵م پړاو سالون دننه اسیایي سیالیو پرمهال په فوټسال سیالیو کې د چین، مالدیف او ازبکستان ته سترې ماتې ورکړې او د ۱۷ ګډونوالو لوبډلو په کتار کې یې په اسیایي کچه تر ټولو ستر ۴م مقام ترلاسه کړ چې په نړۍواله کچه یې شهرت پیدا کړ.

د قرغزستان لومړۍ لیکې فوټسال سیالیو په دوام افغان لوبغاړیو اکبرکاظمي په ۲۲ شمېره، محمدرضا کریمي په ۸ شمېره او کپتان سیدمهدي هاشمي په ۲۳ شمېره کمېس کې سیالۍ کړې او په موجودیت کې یې (ایف. سي. ارم) فوټسال کلپ ۷ د یو ګول پر وړاندې بریا خپله کړه.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله اوسمهال په نړیواله درجه‌بندۍ کې ۹۴م؛ خو په اسیایي درجه‌بندۍ کې ۲۲م مقام لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام