د افغانستان د کرکټ ملي ټيم لوبغاړي دولت ځدران د پاکستان تکړه توپ اچونکی شاهد افريدی او ملینګا شاته پرېښي او په نړېواله کچه د کرکټ په برخه کې د روان کال پنځم بالر ټاکل شوی دی.
د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د ۲۰۱۵ م ز کال غوره شل اوریزه لوبو بالرانو نوملړ خپور شوی دی، چې په کې افغان تیزبالر دولت ځدران پنځم مقام خپل کړی دی.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، چې دولت ځدران په ۲۰۱۵ م ز کال کې ټولټال ۸ شل اوریزه لوبو کې د افغانستان له پاره لوبې ترسره کړې دي او په دغو لوبو کې توانېدلی، چې ۱۳ ویکټې واخلي.







