.jpg)
د سږ کال په ۱۱م پړاو هندوستان سوداګریزو شل اوریزو «ای. پي. اېل» کرکټ سیالیو کې له افغانستانه د لومړي ځل لهپاره له تېر ځل نه ډېر ۴ لوبغاړي لوبېږي.
محمدنبي عیسیخېل وروستی افغان لوبغاړی و چې پرون له راشدخان او سنرایزرز حیدراباد لوبډلې سره د لوبېدو په موخه یوځای شو.
له محمدنبي عیسیخېل نه مخکې مجیبالرحمان ځدران له کینګز اېلېون پنجاب او له هغه مخکې راشدخان ارمان له سنرایزرز حیدراباد سره د یوځای کېدو په موخه هندوستان ته رسېدلي و.
دغه راز د څلورو افغان لوبغاړیو له ډلې چینامین بالر ظاهرخان چې د زمبابوی په سفر کې له ملي لوبډلې سره ملګری نه و. خان لومړی لوبغاړی و چې له خپلې راجستان رویلز لوبډلې سره یوځای شو.
ټولو افغان لوبغاړیو ته په درېیوو واړو مشهورو کرکټ لوبډلو کې هرکلی ویل شوی چې روزونکيو او لوبډلمشرانو یې لوبیدو او ښه ځلېدو ته لېواله او ډاډه دي.
.jpg)
راجستان رویلز لوبډلې پهخپلې ټویټرپاڼې کې له مینهوالو غوښتي چې د سلطان ظاهرخان او راشدخان د مخامخېدو لوبې لیدلو لهپاره د اپریل پر ۹مه د راجستان رویلز او کوربه سنرایزرز حیدراباد لوبډلو د لوبې لیدلو لهپاره حیدراباد کرکټ لوبغالي ته ورشي.
سنرایزرز لوبډلې هم پهخپلې ټویټرپاڼې کې دواړو افغان لوبغاړیو نبي عیسیخېل او راشدخان ته هرکلی ویلی او دوی یې دې ته چمتو ښودلي چې د سږکال په سیالیو کې خپله جادو وښیي.
د کینګزاېلېون پنجاب لوبډلمشر روي چندراشوین او ورسره روزونکي ورینډرسیهواګ بیا افغان افسپېنر مجیب ځدران یو ځانګړی استعداد یاد کړی چې په وینا یې، کار کول به ورسره خوند وکړي.
د دوی په وینا، مجیب ځدران لا هم په نړۍوال کرکټ کې نوی دی؛ خو په توپاچونه کې بېمثاله ځانګړتیاوې لري او له همدې کبله یې د جذبولو لهپاره ډېرې پیسې مصرف کړېدي.
.jpg)
د یادونې ده چې ظاهرخان پکتین د ۶ لکو هندیو کلدارو په بدل کې راجستان رویلز لوبډلې، محمدنبي عیسیخېل د ۱۰۰ لکو هندیو کلدارو په بدل کې پخوانۍ سنرایزرز حیدراباد لوبډلې، مجیب الرحمان ځدران د ۴ سوو لکو هندیو کلدارو په بدل کې کینګز اېلېون پنجاب لوبډلې او ګوګلي ماسټر راشدخان ارمان بیا د ۹ سوو زرو هندیو کلدارو په بدل کې پخوانۍ سنرایزرز حیدراباد لوبډلی جذب کړيدي.
افغان کرکټ مینهوال د سلام وطندار د یوې ټولپوښتنې په پایله کې پهدې اند دي چې راشدخان ارمان او مجیب ځدران به د نبي عیسیخېل او ظاهرخان پکتین په پرتله د ډېرو لوبو چانس ترلاسه کړي او هم به ښه وځلېږي.
د هندوستان ۱۱م پړاو «ای. پي. اېل» شل اوریزې کرکټسیالۍ لومړۍ لوبه به د روانې اپرېل میاشتې پر ۷مه نېټه د راتلونکې شنبې په ورځ د دفاعي اتلې ممبۍ او له ۲ کلن بندیز راستنې شوې چنایې سوپرکینګز لوبډلو ترمنځ وشي.
د ټورنمېنټ په دویمه ورځ به د مجیب ځدران کینګز اېلېون پنجاب لوبډله له ډهلي لوبډلې سره ولوبېږي؛ خو په درېیمه ورځ به د نبي عیسیخېل او راشدخان سنرایزرز حیدراباد لوبډله د ظاهرخان پکتین راجستان رویلز لوبډلې سره سیالۍ وکړي.





