
د هندوستان ۹ م پړاو سوداګریزې شل اوریزه کرکټ سیالۍ د هندي مشهوره فلمي ستورو په نڅاګانو او سندرو سره پیل شو، چې په کې د ویسټ انډيزي کرکټ لوبغاړي ډیون براوو له خوا هم د خپلې سندرې (چمپین) ننداره وړاندې شوه.
دروان کال (اې، پي، ایل) سیالۍ د نوې لوبډلې پوني په بریا سره پیل شوې، چې دفاعي اتلې ممبۍ لوبډلې ته یې په ۹ ویکټو ماتې ورکړه.
په سیالۍ کې د ممبي لوبډلې په لومړي وار کولو سره لومړی ۱۲۱ منډې جوړې کړې، چې د مهندر سینګ ډهوني په کپتانۍ کې نوې پونې لوبډلې دغه هدف د ۱ لوبغاړي په سوځیدو ترلاسه کړ.
اجینکې ریهاني په ۶۶ ناسوځیدلو منډو د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو، چې د خپلې لوبډلې په بریا کې ېې د یوه اوپنر په توګه مهم رول ولوباوه.
ټاکل شوې ده، چې د هندوستان په پیل شویو "اې، پي، ایل" سیالیو کې ټولټال ۸ ګډون کوونکي لوبډلې د راتلونکې می میاشتې تر ۲۹ مې نیټې ۶۰ سیالۍ د اتلولۍ ګټلو پورې ترسره کړي.

په روان جام کې راجستان رویلز او چنایې سوپرکینګز لوبډلې د فساد تورونو له کبله ګډون نه لري، چې په ځای یې راجکوټ او پونې ته دلوبیدو چانس ورکړل شوی دی.
د ۲ کلونو له پاره د ځنډول شویو لوبډلو لوبغاړي مهندر سینګ ډهوني د پوني، خو سریش رینا بیا د راجکوټ لوبډلې کپتاني په غاړه لري.
د هندوستان سوداګریزې شل اوریزه کرکټ سیالۍ د لومړي ځل له پاره په ۲۰۰۸ م ز کال کې پیل شوې، چې د نړۍ بهترینه لوبغاړو په لوبیدو سره یې په نړیواله کچه یې ځانګړې شهرت پیدا کړ.
د دې جام لومړۍ اتله لوبډله د شین وارن په کپتانۍ کې راجستان رویلز، دویمه اتله د ایډم ګلګرسټ په کپتانۍ کې ډیکن چارجرز، دریمه او څلورمه اتله لوبډله د مهندرسینګ ډهوني په کپتانۍ کې چنایې سوپرکینګز، پنځمه اتله لوبډله د ګوتم ګمبیر په کپتانۍ کې کلکته نایټ رایډرز، شپږمه اتله لوبډله د روهیت شرما په کپتانۍ کې ممبيي انډینز، اوومه اتله لوبډله د ګوتم ګمبیر په کپتانۍ کې کلکته نایټ رایډرز او اتمه اتله لوبډله یو ځل بیا د روهیت شرما په کپتانۍ کې ممبۍ انډینز لوبډله اعلان شوه.
د هندوستان په "اې، پي، ایل"سیالیو تاریخ کې تراوسه د روان جام وړاندې هندې سریش رینا په ۳۶۹۹ منډو مخکښه بیټسمین، خو سریلانکایې لسیت ملینګا په ۱۴۳ ویکټو مخکښه بالر شمیرل کیږي.





